Asset 1SWN

غزني کې ماین چاودنې یو کس وژلی

۵

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ماین چاودنې له کبله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون چهارشنبه د غويي ۲۷مه د دغه ولایت د قره‌باغ ولسوالي اړوند «خالوخېلو» کلي کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا پېښه کې د «تورجان کوچي» په نوم کس وژل شوی دی. د غزني د امنیې قومنداني ویاند همداراز زیاته کړه چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د یاد کس ټراکټور موټر پر یوه ماین وربرابر شو.

سرحدي ټينګار وکړ چې دغه ماین له تېرو جګړو څخه په یاده سیمه کې پاتې و. پېښه کې ټراکټور هم زیانمن شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له جګړو پاتیو ناچاودو توکو او ماینونو د خلکو ژوند اخیستی او یا یې معلول او ټپیان کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام