میدانوردګ کې د راکېټ سرګلولې د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي
د میدانوردګ امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه راکټ د سرګلولې د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د میدانوردګ د امنیې قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلاموطندار ته ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ د یاد ولایت د سیداباد ولسوالي اړوند «تنګي دره» کې رامنځته شوې ده.