Asset 1SWN

کندوز کې ۷ سرتېري وژل شوي او ۳ ټپیان دي

Capture-248x165

د کندوز امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو بریدونو له کبله ۷ سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو بېګاه شاوخوا یوولس نیمې بجې د خان‌اباد ولسوالي په «عکس داوود» او د کندوز ښار د درېیمې امنیتي حوزې په «زاخېل» سیمو کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د سرچینې په وینا، د امنیتي ځواکونو او طالب ډلې ترمنځ نښتې د سهار تر ۴ بجو دوام کړی او پر مهال یې د «عکس داوود» سیمې په پوسته کې ۶ سرتېري وژل شوي، یو ټپي دی او ۴ نور یرغمل نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د «زاخېل» سیمې په پوسته کې هم د ملي اردو یو بریدمل وژل شوي او دوه نور سرتېري ټپیان دي. سرچینه وايي، طالبانو د «عکس داوود» سیمې پوسته نیولې، د ملي اردو دوه موټره یې له منځه وړي او نور تجهیزات یې له ځان سره وړي دي. د سرچینې په خبره، په یادو نښتو کې طالب ډلې ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېرې یې نه لري.

د کندوز ولایتي ادارې او د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو مسوولان په دې اړه جزیات نه ورکوي.

طالب ډلې د دغو بریدونو مسوولیت منلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام