بدخشان کې واورې ښویېدنې ۱۴ کسان مړه کړي

د بدخشان محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د واورې ښویېدنې له کبله ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بدخشان د والي ویاند نېک‌محمد نظري وايي، دا پېښه نن ماسپښین د راغستان ولسوالي په زرنداب سیمه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، په یاده پېښه کې د سیمې ۱۴ اوسېدونکي چې د زرو پر مینځلو بوخت وو، مړه شوي او ۴ نور ټپیان دي.

حکمتيار: د حکومت استعفا اړ کولو لپاره پراخه لاریونونه پيلوو

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن په کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، له حکومتي چارواکيو يې غوښتي چې هر څه ژر دې استعفا ورکړي ترڅو داسې حکومت جوړ شي چې د خلکو او سیاسي ګوندونو د غوښتنو پر بنسټ وي.
د حزب اسلامي مشر خبرداری ورکړ چې اوسنی حکومت بې کفایته دی او که حکومتي چارواکي استعفا ورنه‌کړي، حزب اسلامي به سبا په کابل کې په پراخه کچه لاریون وکړي.

پر کابل پوهنتون د برید پر يوه طراح د اعدام حکم وشو

د افغانستان ستره محکمه وایي، د بګرام زندان استیناف محکمې پر کابل پوهنتون د برید طراحان عادل شاه په اعدام محکوم کړی دی او همداراز پر کابل پوهنتون بریدګر به یاد پوهنتون ته ۳میلیونه افغانیو اوښتي زیان تاوان ورکوي.

له يادې محکمې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پر کابل پوهنتون دوه اصلي برید کوونکي، عادل شاه او عبدالله حماد د داعش ډلې غړیتوب، هدفي وژنو، تزویر او انسان تښتونو په تور په اعدام محکوم شوي دي.

قانوني: د سولې پروسه کې دې درېیم لوري یعنې ولس ته هم ونډه ورکړل شي

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال محمد یونس قانوني نن کابل کې د وحدت اسلامي ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۶م تلین نمانځغونډه کې وویل، د جهادي مشر عبدالعلي مزاري یو ارمان دا و چې د افغانستان لانجه باید د سولې له لارې هواره شي.

ننګرهار کې د ګچو فابریکې ۷ کاریګر وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وايي، نامعلومو وسله‌والو بېګاه د دغه ولایت په سره رود ولسوالي کې د ګچو یوې کارخونې اووه کاریګر وژلي دي.
د ننګرهار د پولیسو قوماندان جمعه‌ګل همت نن پنجشنبه رسنیو ته وویل چې یاده پېښه بېګاه د دغه ولایت د سره رود ولسوالي اړوند د فتح‌اباد په مارغونډۍ سیمه کې شوې ده. هغه وايي، دغه کسان د ګچو په یوه کارخونه کې وژل شوي دي.

د امنیتي ځواکونو او یوه زورواکي ترمنځ د نښتې پای؛ ۲ کسان وژل شوي او ۴۲ ټپیان دي

هرات کې د امنیتي ځواکونو او د نامسووله وسله‌والو قوماندان حبیب‌الله غوریاني ترمنځ ترمنځ له ۸ ساعته نښتې وروسته، افغان ځواکونه بېګاه د شپې ۱۱ بجې وتوانېدل چې د هغه کور ته ورننوځي.
باوري ځايي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې حبیب‌الله غوریاني تښتېدلی، خو ۱۲ وسله‌وال یې له سپکو او درنو وسلو سره نیول شوي دي. د سرچینو په وینا، په یاده نښته کې ۲ نامسووله وسله‌وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

کندوز کې د طالبانو برید؛ ۳ کومانډویان وژل شوي او ۹ ټپیان دي

په کندوز کې یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې کومانډو ځواکونو بېګاه ناوخته د کندوز ښار د تلوکې سیمې په «بوز کندهاري» کې عملیات کړي دي.
د سرچینې په وینا، طالبانو د دغه عملیاتو پر مهال ځانګړي ځواکونه په یوه «۸۲ توپ» ويشتي چې له کبله یې ۳ کومانډویان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.