د وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د  وژل شوي سرتېري شېرالله ګردېزي د جنازې مراسم د پکتيا په مرکز کې تر سره شول. شېرالله چې د مرکز ګردېز اوسېدونکی و چې درې ورځې وړاندې په وردګو ولايت کې د علي‌پور د نامسوولو ملېشو له لوري يې الوتکه وويشتل شوه او نوموړی په‌کې ووژل شو.

شېرالله ګردېزي شاوخوا درې کاله وړاندې د ځانګړو ځواکونو په ليکو کې دنده پيل کړې وه او د کورنۍ يوازينی سرپرست و.

د نوموړي د خپلوانو په څېرو کې له ورايه د خپګان نښې ښکاري او د کورنۍ غړي د وير اوښکې تويوي. د شي‎ېرالله د جنازې او خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې سلګونه  کليوال راټول شوي او د شېرالله  په وروستي ارام ځای يا قبره باندې خاروې اړوي.

د شېرالله کشر ورور عبدالرحمن د عدالت غوښتنه کوي. نوموړی وايي، خپل ورور يې د کورنۍ يواځينی سرپرست او ګټندوی و چې د وطن ساتنې لپاره يې ځان قرباني کړ.

عبدالرحمن له ولسمشر او امنيتي مسوولانو  غواړي چې د ورور قاتلانو ته يې سزا ورکړي.

په وردګو او نورو سيمو د نامسوولو وسله‌والو موجوديت او ترې د دولتي چارواکيو ملاتړ  عام خلک اندېښمن کړي.

دوی وايي، د نامسوولو وسله‌والو مشر علي‌پور يو ځل نيول شوی او وروسته د جمهوري رياست د دويم مرستيال په ضمانت ازاد شوی چې مسووليت يې د ده پر غاړه دی.

د پکتيا اوسېدونکي وايي، که دا ډول نامسوول کسان وسله‌وال ملاتړ او تمويلېږي اوسنی نظام به له بې‌ثباتۍ سره مخ کړي.

د پېښې په غبرګون کې ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو غچ به له عاملانو اخلي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني نن شنبه د یادې پېښې د قربانیانو له وارثینو سره په ټلفوني خبرو کې وویل چې په بهسودو کې د نسکورې شوې اولوتکې د قربانیانو، اتلولي نه هېرېږي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ولسمشر غني اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د یادې پېښې عاملان ژر تر ژره د خپل عمل په سزا ورسوي.

ملي دفاع وزارت نن وويل چې د ياد وزارت څېړنې او ترلاسه شوي اسناد او مدارک ښيي چې د هوايي ځواک الوتکه علي‌پور پورې د تړلو وسله‌والو له لوري بهسودو ولسوالۍ کې په نښه شوې ده.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام