Asset 1SWN

«له دې وروسته به د پوهنې وزارت د اړتیا وړ ټول کتابونه هېواد کې دننه چاپ شي»

163937415_3789175071158707_8812117191328501521_n

ولسمشر محمد اشرف غني نن د پوهنې زنګ په کړنګولو سره نوی تعلیمي کال پرانیسته. ولسمشر غني د ۱۴۰۰م تعلیمي کال د پیلېدو په مناسبت غونډه کې وویل، روان تعلیمي کال به شاوخوا یو میلیون نوي زده‌کوونکي ښوونیز نظام ته جذب شي او د ۱۱زره او ۷۳ د ښوونکيو د جذب نوي بستونه به اعلان شي.

نوموړي وویل، د ښوونکيو او له څلورم بست څخه تر اتم بست پورې د پوهنې وزارت د کارکوونکيو معاشونه د حمل میاشتې له لومړۍ نېټې زیاتېږي؛ خو د کال تر نیمایي پورې اجرا کېږي.

د ولسمشر په وینا، روان کال کې به ۱۸۰۰ نوي ښوونځي هم جوړ شي او لومړي ځل لپاره به هېواد کې دننه کاغذ تولید شي او د کورني تولید د ملاتړ په موخه به د وارداتي کاغذ تعرفه شلو سلنو ته لوړه شي.

جمهور رييس غني زیاته کړه، وروسته له ډېرو کلونو به لومړي ځل لپاره هېواد کې دننه په ښه کیفیت سره کتابونه چاپ شي.

ولسمشر غني وویل، د پوهنی کیفیت ته باید جدي پاملرنه وشي.

په همدې حال کې د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي د نوي تعلیمي کال د پیلېدو مراسمو کې ژمنه وکړه چې د پوهنیز نظام کیفیت ته به جدي پاملرنه وشي، څو زده‌کوونکي چمتو شې چې که په نړیواله کچه سیالۍ نه‌شي کولای د سیمې په کچه خو باید سيالۍ وکړای شي.

نوموړې وویل، د پوهنې سیسټم به هم په ټکنالوژۍ عیار کړي، ترڅو ښوونځي، ښوونکي او زده‌کوونکي ورڅخه کار واخلي او د زده‌کوونکيو د پوهې کچه باید ۲۱مې پېړۍ ته ځواب ویونکې وي.

دا په داسې حال کې ده چې هرکال د نوي تعلیمي کال د پرانیستو پرمهال د پوهنې په برخه کې د اسانتیاوو او نصاب کې د بدلونونو راوستو ژمنو ترڅنګ ښوونکيو لپاره د سرپنا برابرولو ژمنې کېږې؛ خو تر ډېره دغه ژمنې نه‌عملي کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام