«له دې وروسته به د پوهنې وزارت د اړتیا وړ ټول کتابونه هېواد کې دننه چاپ شي»

ولسمشر محمد اشرف غني نن د پوهنې زنګ په کړنګولو سره نوی تعلیمي کال پرانیسته. ولسمشر غني د ۱۴۰۰م تعلیمي کال د پیلېدو په مناسبت غونډه کې وویل، روان تعلیمي کال به شاوخوا یو میلیون نوي زده‌کوونکي ښوونیز نظام ته جذب شي او د ۱۱زره او ۷۳ د ښوونکيو د جذب نوي بستونه به اعلان شي.
جمهور رييس غني زیاته کړه، وروسته له ډېرو کلونو به لومړي ځل لپاره هېواد کې دننه په ښه کیفیت سره کتابونه چاپ شي…

وحید عمر: هېڅوک خلکو ته د حدود ټاکلو واک نه‌لري

د عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو رييس او د ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار وحید عمر وايي، هېڅ کس یا اداره اجازه نه‌لري چې د اساسي قانون پر خلاف هېوادوالو لپاره محدودیتونه وټاکي.

د وحيد عمر دغه څرګندونې نن وروسته له هغه شوي کله چې د پوهنې وزارت د وروستۍ پرېکړې په اړه چې له مخې يې له ۱۲ کلنۍ وروسته نجونې  نه‌شي کولای د نارينه په غونډو کې ترانې ولولي.

تخار کې معترضان: له ۹۱ کوډ او بې‌ځايه او سليقوي امتيازاتو نه کم او د ښوونکيو معاشونه لوړ کړئ

په تخار ولايت کې يو شمېر ښوونکيو د حکومتي چارواکيو له لوري د معاشونو د نوې طرحې د نه پلي کېدو په غبرګون کې  اعتراض وکړ. معترضان وايي چې حکومت بايد له ۹۱ کوډ او بې‌ځايه او سليقوي امتيازاتو نه کم  او د ښوونکيو معاشونه دې لوړ کړي.

دغو معترضانو نن د پوهنې وزارت له لوري د نوې طرحې نه پلي کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ او په يوه پرېکړه ليک کې يې د يادې طرحې د پلي کېدو غوښتنه يې وکړه.

پوهنې وزارت: له ۱ نه تر ۳ ټولګي پورې زده‌کوونکي به جوماتونو کې زده‌کړې کوي

د پوهنې وزارت وايي، د ياد وزارت د تازه طرحې پر بنسټ به له اول نه تر درېيم ټولګي پورې زده‌کوونکي به جوماتونو کې زده‌کړې کوي.

ياد وزارت جوماتونه په خپل تعلیمي ایکو سیسټم کې شامل کړي چې د هغو پر بنسټ د ۱-نه تر ۳ ټولګیو ټول زده کوونکي به خپل تعلیمات په خپلو محلي جوماتونو کې ترسره کوي.