Asset 1SWN

وحید عمر: هېڅوک خلکو ته د حدود ټاکلو واک نه‌لري

وحید-عمر-p45j18asply3pff86tpiatx3k8ylwm9ydl3ld13xxk

د عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو رييس او د ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار وحید عمر وايي، هېڅ کس یا اداره اجازه نه‌لري چې د اساسي قانون پر خلاف هېوادوالو لپاره محدودیتونه وټاکي.

د وحيد عمر دغه څرګندونې نن وروسته له هغه شوي کله چې د پوهنې وزارت د وروستۍ پرېکړې په اړه چې له مخې يې له ۱۲ کلنۍ وروسته نجونې  نه‌شي کولای د نارينه په غونډو کې ترانې ولولي.

د عمر په وینا، د حکومت مشرتابه د پوهنې وزارت وروستۍ پرېکړې په اړه د دې وزارت له مشرتابه سره اړيکه کې دی ترڅو په‌دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د چهرشنبې په ورځ د پوهنې وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، تر دې وروسته هغه نجونې چې له ۱۲ کلونو ډېر عمر لري؛ نه شي کولی د نارینه‌وو په حضور غونډو کې ترانې ولولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام