وحید عمر: هېڅوک خلکو ته د حدود ټاکلو واک نهلري
د عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو رييس او د ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار وحید عمر وايي، هېڅ کس یا اداره اجازه نهلري چې د اساسي قانون پر خلاف هېوادوالو لپاره محدودیتونه وټاکي.
د وحيد عمر دغه څرګندونې نن وروسته له هغه شوي کله چې د پوهنې وزارت د وروستۍ پرېکړې په اړه چې له مخې يې له ۱۲ کلنۍ وروسته نجونې نهشي کولای د نارينه په غونډو کې ترانې ولولي.