ډېر کم به پېښ شي چې څوک تل او يا کله هم خبرونه اوري، د ولسمشر د لفظي تېروتنو شاهدان نه‌شي. جمهوررييس ډېر وخت هېواد کې دننه او يا بهر په رسمي ناستو کې په زړه پورې لفظي تېروتنې کوي چې څو ورځو لپاره د ټولنيزو شبکو د کاروونکيو لپاره د خندا او ټوکو موضوع جوړه وي.

ولسمشر غني په ورستي مورد کې تاجکستان ته خپل دوه ورځني سفر کې د رودکي یو شعر ناسم ولوست. تېره ورځ ولسمشر اشرف غني له خپلو سلاکارانو او د کابينې له غړيو سره يوځای د اسیا زړه – استانبول د پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره تاجکستان ته لاړ.

ولسمشر غني د سفر په لومړۍ ورځ د تاجکستان له سیاسيونو له ليدلو سربېره د ياد هېواد ملي پوهنتون کې یې وینا وکړه. جمهور رييس خپله وينا د رودکي د یو شعر په ويلو سره پيل کړه؛ خو شعر يې ناسم ولوست.

خبريال ضیا شهریار پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: «ولسمشر غني نن د تاجکستان ملي پوهنتون کې د رودکي مشهور شعر ( بوی جوی مولیان ايد همې) ناسم ولوست. زما په یاد دي چې په ۲۰۰۶ کال کې کله چې ښاغلي غني د کابل پوهنتون په کتابتون کې د امام علي رحمان کوربه و، همدا شعر يې ناسم ولوست.  ولسمشر هغه مهال د کابل پوهنتون رییس و.»

د ټولنيزو شبکو بل کاروونکي هارون معترف لیکلي، د ولسمشر سلاکار وحید عمر د جمهور رييس غني يو عکس خپور کړ چې نوموړی په‌کې مطالعه کوي؛ خو ولسمشر له څو ساعته تمرين وروسته بيا هم د رودکي شعر ناسم ولوست.

بل فېسبوک کاروونکي مسعود حسیني ليکلي: « ولسمشر چې کوم درسونه لوستي او يا يې تدريس کړي که د رودکي شعر په شان ناسم وي، نو د دې هېواد او زده‌کوونکيو فاتحه يې اخيستې.» حسیني په دې باور دی چې جمهور رييس غني د خپل هېواد ژبې او کلتور سره بلد نه دی.

نثار اریانفر وايي، د ولسمشر سلاکاران دې د فېسبوک پر ځای جمهور رييس ته لږه سلا ورکړي چې د دري ژبو هېوادونو کې دې د شعر ويلو شوق نه‌کوي.

له دې وړاندې هم څو ځله ولسمشر غني په بېلابېلو مراسمو کې د دري ژبو شاعرانو مشهور شعرونه ناسم لوستي دي. يو ځل يې هېواد کې دننه د ابوالسعید ابوالخیر یو شعر ناسم ولوست. یوځل يې هم د مولانا جلال الدین محمد بلخي یو شعر ناسم ولوست او یو ځل يې هم اسلام‌اباد ته یوه رسمي سفر کې د علامه اقبال لاهوري لیکل شوی شعر ناسم ولوست.

ولسمشر غني نه يوازې دا چې شعرونه يې ناسم لوستي بلکې په ځلونو يې په بېلابېلو مراسمو کې نور اصطلاحات هم ناسم لوستي دي چې يو ځل يې عاشورا کې د حضرت محمد ص لمسی امام حسین يې د الله لمسی ياد کړ او په يوه بله وينا کې يې سعدي د سعدي (عليه سلام) په نوم ياد کړ.

د ولسمشر غني پر لفظي تېروتنو نيوکې په داسې حال کې دي چې نوموړی په ​بېلابېلو فرهنګي برخو کې سلاکاران لري او دغه سلاکاران له دې لارې هر کال ملیونونه افغانۍ معاش اخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام