Asset 1SWN

د سولې خبرو ترڅنګ هم‌مهاله د تاوتریخوالي دوام د منلو نه دی

EsybJ7kXIAMhM0j-p20omlvnblvul5osb6ynjmhi4x8mpef2n0yc1zus9g

د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي د سولې خبرو ترڅنګ هم‌مهاله د تاوتریخوالي دوام د منلو نه دی.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهوررييس محمد اشرف غني پرون ماښام د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

خبرپاڼه کې د المان لومړۍ وزيرې پر اوربند د ټینګار ترڅنګ وویل: «دا د منلو نه ده چې د مذاکراتو ترڅنګ دې تاوتریخوالی هم دوام ولري او خلکو ته دې زیان ورسېږي.»

نوموړې زیاته کړې، المان د خپلواک او پرمختللي افغانستان چې ډیموکراتیک نظام په کې حاکم وي، ملاتړ کوي او وايي، هڅې يې باید په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لامل شي.

د المان لومړۍ وزیرې همداراز ويلي، له افغانستان سره يې د خپلو مرستو دوام ته ژمنه ده.

د ارګ خبرپاڼه کې ويل شوي، دواړو لوریو ‎په فبروري میاشت کې د ناټو د دفاع وزیرانو ترسره کېدونکي کنفرانس، د افغانستان لپاره د هغه پر ارزښت، د سولې پر مذاکراتو د هغه د اغېز او له افغانستان او په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ د دوام لپاره د دې کنفرانس پر پیغامونو هم خبرې وکړې.

جمهوررييس غني په بېلابېلو برخو کې د المان د مرستو او همکاریو مننه وکړه او ويې ویل: « موږ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره له ټولو امکاناتو ګټه واخلو.»

ولسمشر زياته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلېز جوړول مطالعه کوي، ترڅو د افغانستان تولیدات په ځانګړي ډول تازه او وچه مېوه د المان مارکېټونو ته ورسېږي چې د المان لومړۍ وزیرې د دې وړاندیز هرکلی هم وکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام