ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشري د اسیا زړه هېوادونو- استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په نهمه غونډه کې د ګډون په موخه تاجکستان ته تللی دی.

د و لسمشر د ویاند مرستیالې فاطمې مورچل تاجکستان ته د ولسمشر غني د سفر د تایید تر څنګ، وویل چې ولسمشر به د دغه دوه‌ورځني سفر پر مهال په یاده ناسته کې د ګډون او وینا تر څنګ، د دغه هېواد له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پر همکاریو بحث او خبرې وکړي.

په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ولسمشر غني او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په دوه‌اړخیزه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه اعلامیه هم لاسلیک کړې ده. د ارګ د معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو په سیاسي، امنیتي، اقتصادي، سوداګریزه، ټرانزیټي او فرهنګي برخو کې پنځه هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک کړي دي.

د یادونې ده چې ولسمشر غني به د تاجکستان په ملي پوهنتون کې هم وینا وکړي او د یاد پوهنتون د مشر له لوري به ورته د افتخاري دوکتورا سند وسپارل شي.

د اسیا زړه هېوادونو-استانبول پروسې لومړۍ ناسته په ۲۰۱۱ میلادي کال کې  په استانبول ښار کې جوړه شوه او وروسته بیا د افغانستان په ګډون، د دې پروسې په غړیو هېوادونو هم جوړې شوې دي. د اسیا زړه هېوادونو-استانبول پروسې موخه د سولې پیاوړتیا او د سیمې ثبات او ارامتیا په ګوته شوې ده.

د ایران، پاکستان، هند، سعودي عربستان او چین په ګډون، د سیمې ۱۴ هېوادونه د دې ناستې اصلي غړي دي. ۱۷ نور هېوادونه او ۱۴ سیمه‌ییز او نړیوال سازمانونه بیا په دې پروسه کې د څارونکي په توګه غړیتوب لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام