د عليپور پر وړاندې د عملیاتو دوام؛ د وسله‌والو تر څنګ، یوه امیندواره ناوې هم وژل شوې

حکومتي چارواکو د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالي کې د پوځ یوې چورلکې له نسکورېدو وروسته د نامسووله وسله‌والو قوماندان عبدالغني عليپور د دې چورلکې د نسکورېدو عامل وباله او د هغه د نیولو په موخه یې عملیات پیل کړل.

«د میدان وردګ امنیه قوماندان دې لویې څارنوالي ته ور وپېژندل شي»

د میدان وردګ بهسودو لومړۍ برخې ولسوالي ته د تللي پلاوي یوه غړي سلام‌وطندار ته ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په یاده ولسوالي کې د رامنځته شوې پېښې په اړه د پېښې څرنګوالي په اړه د سیمې له اوسېدونکو، معترضانو او امنیتي ځواکونو نه سندونه او شواهد را ټول کړي دي.