د میدان‌وردګ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د بېګاه شپې د سېلابونو راوتو له امله د سیداباد ولسوالي د «درې دواب» کلي روغتیايي مرکز په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی.

د میدان‌وردګ د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد زرک ځیرک سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت سیداباد ولسوالي اړوند د تنګې سیمه کې د لومړنیو خدمتونو یو روغتیایي مرکز چې دوه میاشتې وړاندې یې په یوې کلیوالي سیمه کې فعالیت پیل کړی و، د بېګاه شپې د سېلابونو له امله په بشپړه توګه ویجاړ شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې له ولایتي روغتون څخه یې یادې سیمې ته سیاره روغتیایي ډله رسېدلې او زیانمنو خلک ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي. د هغه په وینا،  ویجاړ شوی روغتیایي مرکز به هم ډېر ژر بېرته فعاله کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد روغتیایي مرکز مشر ډاکتر سمېع‌الله وايي، د بېګاه شپې سېلابونو د یاد روغتیایي مرکز ودانۍ ویجاړه کړې او نه‌شي کولای چې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام