د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د غږیزې ککړتیا له امله شکایت کوي او وايي چې  په دې ورستیو کې د باروړنکو موټرو او لاسي پلورونکوله لورې رامنځته کېدوونکي غږیزې ککړتیا د ډېرېدو لامل شوی دی.

د پلازمېنې اوسېدونکي وايي، غږیزه ککړتیا د چاپېریال هغه ککړتیا ده چې خطرناکې جسمي او رواني پایلې لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغوی په وینا، که څه هم د کابل ښارولۍ څو ځلې د غږیزې ککړتیا کمولو لپاره اقدام کړی، خو تولیدکوونکي یې د ښاروالۍ کړنو ته پام نه کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی علي: «لوډسپیکرونه چې په کراچیانو کې دي شور کوي او موټرسایکلونه چې تېرېږي لوړ غږ لري چې خلکو ته ستونزې جوړې کړي، که روغ انسان هم وي پرې بد لګېږي. د جمهوریت او امارت په حکومت کې څو ځلې لوډسپیکرونه یې راټول کړل ورته خو هغوی وایي چې باید روښانه وي مشتري راشي

په همدې حال کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د تحلیل او تجزیې مسوول محمد بصیر امین وايي چې د غږیزې ککړتیا مخنیوي لپاره يې پالیسي جوړه کړې ده چې له سرغړوونکو سره به جدي چلن وشي.

امین وايي، هغه کسان چې د غږیزې ککړتیا سبب کېږي لومړی به جریمه او وروسته به مجازات شي.

ددې ترڅنګ اراپوهان وايي، له شوره ډک چاپیریال کې ژوند انسان له ګڼو روغتیايي او روحي ستونزو سره مخ کوي.

ارواه پوه شرف الدین عظیمي په دې باور دی چې له شوره ډک ځای کې اوسېدل، خلکو ته د روحي او جسمي ناروغیو، وېرې او وسواسلامل کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نړیوالې څېړنې ښيي چې د غږیزې ککړتیا له امله د اورېدو ځواک کمېږي او ترڅنګ يې انسان ته د زړه ناروغي پیدا کېږي او د ویني لوړفشار او د بدن حرارت د ښکته کېدو سبب هم کېږي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام