Asset 1SWN

بازار کې د زړو افغانیو ډېروالی؛ د افغانستان بانک: نوي بانک‌نوټونه مو وېشلي

download (1)

په داسې حال کې چې د افغانستان بانک سوداګریزو بانکونو ته د ۱۰۰ میلیونه نويو بانک‌نوټونو د وېش خبر ورکوي، کابل ښاریان په بازارونو کې د زړو افغاني بانک‌نوټونو له ډېروالي شکایت کوي.

د کابل ښار اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه ښار په بازارونو کې زړې افغانۍ په کم‌سارې توګه زیاتې شوي او د ورځنۍ راکړې ورکړې پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پلازمېنې اوسېدونکې سمیرا وايي، موټر چلوونکي او هټۍ‌وال زړې پیسې نه‌اخلي او په وینا یې، له صرافانو چې هم د وړو افغانیو غوښتنه کوي، نو زړې ورکوي.

هغې وویل: «د زړو افغانیو ستونزې ډېرې دي، چېرته چې ځې وايي، نوې پیسې نشته. پیسې چې نوي نه درکوي. بیا اړ یاست چې په سختۍ یې یو چا ورکړئ. څه وکړو نوې پیسې نشته.»

بل‌خوا د کابل ښار صرافان بیا وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره بازار کې زړې افغانۍ ډېرېږي چې دوی ورسره ستونزو کې دي.

کابل کې صراف قدیر شاه وویل: «دا چې موږ له خلکو زړې یا نوې افغانۍ اخلو، خو دوی بېرتهله موږ نه‌اخلي او همدا دی چې موږ سره زړې پیسې زیاتېږي او ورسره ستونزې مو ډېرېږي. کله چې شهزاده سرای ته لاړ شو ډالر واخلو، بیا تاوان کوو.»

د صرافانو په وینا، هر وخت له پېردونکو سره په جنجال کې وي او زړې پیسې ترې څوک نه‌اخلي. دوی زیاتوي چې نوې چاپ شوې افغانۍ نه وېشل کېږي او هماغه زړې افغانۍ بازار کې څرخېږي.

دا په داسې مهال دی چې د افغانستان بانک څه موده وړاندې د ۱۰۰میلیونه نوي چاپ شوي افغاني‌ بانک‌نوټونو د وېش خبر ورکړی و.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري وویل: «د افغانستان بانک بازار ته د نوي افغاني بانک‌نوټونو د وېش لړۍ پیل کړې او د یادونې وړ ده چې ۱۰۰ میلیونه نوي بانک‌نوټونه سوداګریزو بانکونو ته ورکړل شي او په بدل کې یې زړې افغانۍ راټول کړل شوي دي چې دغه بانک‌نوټونه لس‌ګون، شل‌ګون، پنځوسي او سل‌ګون دي.»

په ورته مهال خصوصي بانکونه د نویو چاپ شویو افغاني‌ بانک‌نوټونو  ورکړه تاییدوي، خو وايي چې پېردونکي له بانکونو څخه د پیسو ترلاسه کولو پر مهال د نویو بانک‌نوټونو له اخیستلو ډډه کوي.

د یوه نوي خصوصي بانک پېردونکي عبدالجلیل شینواري وویل: «دلته چې خلک راځي پیسې اخلي، نو لس‌ګون او ۱۰۰ ګون دي، خو خلک ۶۰۰ او ۷۰۰ ډالر یا ۲۰۰۰۰ یا ۳۰۰۰۰ افغاني اخلي او ستونزمنه ده چې وړې افغانۍ واخلي، خو د افغانستان بانک له‌خوا ټولې میده پیسې بانکونو ته ورکړل شوي دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک څه موده وړاندې ویلي و چې بازار ته یې نوې چاپ شوې افغانۍ وړاندې کړي، خو لا هم بازارونو کې زړې افغانۍ ښکته او پورته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام