جلالاباد کې له ښاري بېنظمۍ د خلکو شکایت
جلالاباد ښار کوچنی، خو ګڼه ـ ګوڼه یې زیاته ده، ځکه د ختیځ زون څلورو ولایتونو سربېره د هېواد د ګڼو نورو سیمو خلک په کې مېشت او د تجارت او سوداګرۍ لپاره مرکزي ښار بلل کېږي. د جلالاباد یوشمېر اوسېدونکي وایي، له دې سربېره د بارانونو پرمهال د ځينو لویو ویالو د بندېدو له کبله اوبه د سړکونو سر ته راوځي چې ښاریانو ته د ستونزو سربېره د سړکونو د تخریب لامل کېږي.