Asset 1SWN

پروان کې د ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي

f833310e-f47f-4617-ba21-e68123046a6e

د پروان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په شیخ‌ علي ولسوالي کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله شپږ کسان مړه شوي دي.

پېښه نن دوشنبه د غويي څلورمه رامنځته شوې ده. د شیخ علي ولسوال مولوي ذبېح‌الله ترابي سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار ۸:۳۰ بجې د یادې ولسوالي اړوند «سوېلي شیبر کوتل» کې یو کرولا ډوله موټر له سرک اوښتی چې له امله یې شپږ کسان مړه شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ترابي زیاته کړه چې مړه شوي کسان د سوېلي ولایتونو اوسېدونکي دي. د شیخ‌علي ولسوال د یادې ټرافیکي پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي په ګوته کوي.

د شیبر کوتل د پروان او بامیان ولایتونو ترمنځ پروت دی چې له دې وړاندې هم په‌کې ټرافیکي پېښې رامنځته شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه ټرافیکي پېښه داسې مهال کېږي چې پرون یکشنبه د غويي درېیمه پروان کې د بېلابېلو ټرافیکي پېښو له کبله ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام