پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې له ډیورنډ فرضي کرښې سره نږدې د خېبر پښتون‌خوا په سوېلي وزیرستان کې د چاودنې له امله یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پوځ له خولې ویلي، چاودنه د سوېلي وزیرستان په مکین سیمه کې هغه مهال شوې چې د امنیتي سرتېرو یو موټر له دغې سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و. پاکستاني پوځ ویلي، چاودنه د سړک غاړې ماین له امله رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د پاکستان پوځ ویلي، د خېبر پښتون‌خوا په سوېلي ضلعې بنو جاني‌خېلو کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال یو پاکستانی ملېشه وژل شوی دی. پوځ زیاته کړې چې یاد سرتېری له دندې څخه د کور پر لور روان و چې د وسله‌والو تر برید لاندې راغلی دی.

تراوسه د دواړو پېښو مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه چاودنه او هدفي برید داسې مهال کېږي چې پرون هم د شمالي وزیرستان د میرعلي کالج پر استادانو چاودنه شوې چې له امله یې د یاد کالج دوه استادان ټپیان شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام