پاکستاني رسنیو ویلي چې د خیبر پښتونخوا اړوند شمالي او سوېلي وزیرستان کې په بېلابېلو وسله‌‌والو بریدونو کې اته پاکستاني سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د رسنیو په حواله د یادو وسله‌والو بریدونو څخه درې یې په شمالي وزیرستان او یو یې په سوېلي وزیرستان کې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې ډیورنډ کرښې ته نږدې په «دته‌خېل» او «دیګان» سیمو کې په دغو وسله‌والو بریدونو کې د یوه پاکستاني افسر په ګډون اووه سرتیري وژل شوي دي.

ویل کېږي چې تر پېښې وروسته سیمې ته د پاکستان نور سرتیري رسېدلي او د پلټنې عملیات یې پيل کړي دي.

د پاکستان پوځ په دیګان سیمه کې پر خپلو عسکرو د برید په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې ده چې د شمالي وزیرستان په اشام سیمه کې د وسله‌والو سره نښته کې د عصمت الله په نوم یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.

د یو بل خبر له مخې په میرعلي سیمه کې هم د ملېشه ځواک یو عسکر وژل شوی دی. د دغې پېښې مسوولیت پاکستاني طالبانو اخیستی دی.

وروسته له هغې چې پاکستاني طالبانو په روژه کې د خپلو پسرلنیو عملیاتو د پیل خبر ورکړی، په خېبر پښتونخوا کې پر پاکستاني عسکر بریدونه ډېر شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، یوازې تېره اوونۍ په ډېره اسماعیل‌خان، کرک، بنو او شمالي او سوېلي وزیرستان کې د وسله‌والو په بریدونو کې ۲۳ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام