Asset 1SWN

د امر بالمعروف وزارت: تېر یوه کال کې مو نږدې ۸۰۰۰ شکایتونه څېړلي

F3emOfhbQAIomBb

ملت ته د دولت د حساب ورکولو په دوام، د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت مسوولانو نن د دغه وزارت د تېر یوه کال کاري راپور چې تل یې په کور دننه او بهر غبرګونونه را پارولي وو، وړاندې کړ.

دغه وزارت په تېره یوه کال کې د افغان ښځو پر وړاندې بېلابېل محدودیتونه لګولي او همدا لامل و چې وخت‌ناوخت به یې د خبرونو د سر ټکي جوړول.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

پارک او د سپورټ کلپونو ته د ښځینه‌وو د تګ مخنیوی او د زرګونو سینګارتونونو تړل په تېر یوه کال کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت هغه پرېکړې دي چې تر ټولو ډېر غبرګونونه یې را پارولي وو.

په تېر یوه کال کې له دغه وزارت سره څه کم یوولس‌زره او ۷۸۵ شکایتونه ثبت شوي دي. د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت ویاند محمدصادق عاکف مهاجر وايي: «۱۰۷۸۵ شکایتونه له مرکز او ولایتونو را رسېدلي چې له ډلې یې ۷۹۱۵ شکایتونه څېړل شوي او ۱۶۶۹ نور شکایتونه تر څېړنې او ارزونې لاندې دي.»

د نوموړي په وینا، دغه وزارت له تېر یوه کار راهیسې په دولتي ادارو کې تر اتلس کلنۍ ۵۷۰ کم‌عمره کارکوونکي په نښه او تر څېړنو وروسته یې دیني مدرسو ته ور پېژندلي چې له دیني زده‌کړو وروسته او د اړتیا پر مهال به بېرته پر دندو وګومارل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت مسوولان ټینګار کوي چې په ټولنه کې د ښځو پر ګډون او فعالیت لګېدلي محدودیتونه پر خپل ځای دي او د لرې کولو لپاره یې هېڅ ډول پلان نه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام