کابل کې د یوشمېر ناامنیو ولایتونو د پوهنتونونو ښځينه زدهکړیالانو په یوې اعتراضیه غونډه کې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه غوښتنه وکړه چې دوی ته دې د ناامنو ولایتونو له پوهنتونونو څخه د تبدیلۍ اجازه ورکړل شي.
دغو زدهکړیالانو چې د « تبدیلي زمونږ حق دی، مه پرېږدئ چې جګړه د علم دروازې وتړي، مونږ د جګړې قرباني مه ګرځوئ او زدهکړه زمونږ حق دی» شعارونه ورکول له ولسمشر او لومړۍ مېرمنې غوښتنه وکړه چې د دوی د تبدیلۍ په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه اعتراض کوونکې وایي، یوازینۍ ستونزه یې د امنیت نه شتون دی او که چېرته دولت ورته دغه ستونزه هواره نه کړي، اړ دي چې خپلې زدهکړې پرېږدي او په کور کښني.
دوی زیاتوي چې روحیه یې کمزورې شوې او کورنۍ یې هم اجازه نه ورکوي، څو په ناامنیو ولایتونو کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
په ورته مهال دغو اعتراض کوونکو په ښوونیزو بنسټونو کې د ونډې او سهم ورکول، یوه جدي ستونزه وبلله او وویل چې د ښوونې په برخه کې د حکومت له لوري د ونډې ورکونه د منلو نه ده او هر زدهکړیال باید په خپل ولایت کې زدهکړې وکړي.
تهمینه چې د خوست ولایت د طب پوهنځي زدهکړیاله ده، وایي چې حکومت نه باید د لرو پرتو ولایتونو امنیتي ستونزې له پامه وغورځوي. نوموړې په خوست ولایت کې د امنیو له کبله غواړي چې له دغه ولایت څخه ځان تبدیله کړي.
هغې وویل: «په ټولو ولایتونو کې امنیتي ستونزې شته، خو هغه ولایت کې چې زه یم هغه د دولت له سترګو پټ دی او نه شم کولای په ارام فکر خپلې زدهکړې وکړم. له همدې کبله غواړم ځان تبدیله کړم او په خپل ولایت کې زدهکړې وکړم. زه له ولسمشر څخه غواړم چې مونږ خپل ولایت ته تبدیلې کړي.»
- د زدهکړو مشورتي خدمتونو شرکتونه؛ د فرصتونو برابروونکي که زدهکوونکيو ته چل ورکوونکي؟
- د راپور موندنې؛ د لسګونو پوهنتونونو افشا کول چې تدريسي جواز او يا هم ودانۍ نهلري
- خصوصي پوهنتونونو کې د فیس له لوړوالي د زدهکړیالانو شکایت
دا یوازې زدهکړیالانې نه دي چې د امنیتي ستونزو له امله اندېښنه لري، بلکې د دغو زدهکړیالانو کورنۍ هم په ناامنو ولایتونو کې د خپلو اولادونو په اړه اندېښمن دي.
د یوې زدهکړیالې مور چې لور یې په ننګرهار ولایت کې زدهکړې کوي، وایي چې د امنیتي ستونزو له امله یې لور په سمه توګه زدهکړې نه شي کولای او له حکومت څخه غوښتنه کوي، څو هغه له ننګرهار څخه کابل ته را تبدیله کړي.
هغې وویل: «امنیتي وضعیت ښه نه دی او مونږ نه شو کولای چې خپلې لورګانې هلته ولېږو، له دولت څخه هیله کوو چې زموږ لورګانې تبدیلې کړي. امنیتی ستونزې ډېرې دي او په لویو لارو کې وضعیت ښه نه دی او یوې نجلۍ ته ستونزمنه ده چې ولایت ته لاړه شي.»
په ورته مهال د لوړو زدهکړو وزارت ویاند حامد عبیدي وایي چې هر هغه ستونزه چې زدهکړیال یې لري، د دغه وزارت دروازې د دوی پر لوري خلاصې دي او کولای چې خپلې ستونزې د وزارت له مشرتابه او رهبرۍ سره شریکې کړي، څو ستونزو ته یې رسېدنه وشي.
دغه زدهکړیالانې په داسې حال کې په اعتراض لاس پورې کوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد امنیتي وضعیت د خرابېدو پر لورې روان دی چې دغه وضعیت د دې لامل شوی، څو په هېواد کې ګڼشمېر کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شي.