Asset 1SWN

کورونا تېره يوه شپه او ورځ کې ۸ کسان مړه کړي

09bf4ba4d5024294bfbd25855b3b6fba-p1z1jaj5wvr0rpqdc5e0yy0z0gi75y4htskwio1od0

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې په هېواد کې ۸ کسان مړه کړي او ۳۷ نور پرې اخته شوي دي.

دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۷۲۹ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۹۰ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۲ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت د راپور له مخې، تراوسه په هېواد کې ۲۴۴ زره او ۴۲۶ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

له دې ډلې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۴ زره او ۸۹۱ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي او ۲ زره او ۳۹۸ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

همداراز له پيله تراوسه ۴۷ زره ۵۴۹ کسان بېرته روغ شوي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۱۰۰ میلیونه او ۸۶۱ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له دوه میلیونه او ۱۶۷ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند بایللی او له ۷۲ ميليونه او ۸۹۶ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې د کرونا له پيله تراوسه په‌کې له ۴۳۵ زرو نه ډېر يې مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام