ماليې وزارت: که بوديجه تصويب نه‌شي، بې‌وزلي به ډېره شي

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده نن کابل کې یوه خبري غونډه کې د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې سند تصویب کې د ځنډ له کبله د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړ او ويې ويل، که ولسي جرګه بودیجه تصویب نه کړي، هېواد کې به د بې‌وزلۍ کچه لوړه شي او اقتصادي وده به زیان وویني.

ولسي جرګه: سبا کميسيونونو کې د ۱۴۰۰مالي‌کال بوديجې پر درېيمې مسودې بحث کېږي

د ولسي جرګې غړيو یو ځل بیا خپله نننۍ عمومي غونډه کې د ۱۴۰۰مالي کال پر بوديجې بحث وکړ. د يادې جرګې رييس میر رحمان رحماني وايي، د ملي بوديجې درېيمه مسوده څلور ورځې مخکې جرګې ته وړاندې شوې او اړوند کمیسیون پرې کار هم کړی دی.

خو رحماني وویل، د بوديجې مسوده ټولو کمیسیونونو ته استول شوې او هر کمیسیون کې دې پرې بحث او کار پیل شي.

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ کال د بودیجې درېیمه مسوده هم نامتوازنه وبلله

د ولسي جرګې یو شمېر غړيو نننۍ عمومي غونډه کې وویل، سره له دې چې د مالیې وزارت د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې درېیمه مسوده هم جرګې ته استولې؛ خو بیا هم ډېرې ستونزې لري.

دوی وايي، سره له دې چې د ولسي جرګې غړيو د نامتوازن‌والي له کبله د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې مسوده دوه ځلې رد کړې؛ خو د بودیجې درېیمه مسوده هم د ستونزو له حل پرته جرګې ته استول شوې ده.

ولسي جرګه: حکومت د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه یرغمل نیولې

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، حکومت د ۱۴۰۰مالي کال بودیجه یرغمل نیولې او ولسي جرګه له دې کبله چې د بودیجې سند یې رد کړی، د حکومت تر برید لاندې راغلې ده.

د يادې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دغې جرګې یو شمېر وکیلانو د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې په تصویب کې ځنډ او د یادې جرګې له لوري د بوديجې سند د ردېدو په تړاو د شخصي لاملونو له کبله د یادې جرګې د تورنېدو ترڅنګ وایي، حکومت د عامه افکارو په تحریفولو سره پر بوديجې ولکه خپله کړې.

ولسي جرګې دویم ځل لپاره د ۱۴۰۰مالي کال بودیجه رد کړه

ولسي جرګې په خپله نننۍ غونډه کې دويم ځل لپاره د ۱۴۰۰مالي کال بوديجه چې د ماليې وزارت له لوري ورته لېږل شوې وه، د رایو په اکثريت رد کړه.

د ولسي جرګې رييس میر رحمان رحماني په نننۍ غونډه کې وويل، ماليې ورازت نه يوازې دا چې د بوديجې د طرحې۱۷ موارد يې سم کړي نه دي، بلکې دوه نور موارد چې تخطي ښيي په بوديجه کې زيات کړي دي.

تخار کې معترضان: له ۹۱ کوډ او بې‌ځايه او سليقوي امتيازاتو نه کم او د ښوونکيو معاشونه لوړ کړئ

په تخار ولايت کې يو شمېر ښوونکيو د حکومتي چارواکيو له لوري د معاشونو د نوې طرحې د نه پلي کېدو په غبرګون کې  اعتراض وکړ. معترضان وايي چې حکومت بايد له ۹۱ کوډ او بې‌ځايه او سليقوي امتيازاتو نه کم  او د ښوونکيو معاشونه دې لوړ کړي.

دغو معترضانو نن د پوهنې وزارت له لوري د نوې طرحې نه پلي کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ او په يوه پرېکړه ليک کې يې د يادې طرحې د پلي کېدو غوښتنه يې وکړه.