د کابل له ښځینه زندان څخه ۱۴بندیانې خوشې شوي

اسلامي امارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د کابل له ښځینه زندان څخه یې ۱۴ښځینه بندیانې چې د بېلابېلو جرمونو په تور بندیانې شوې وې، خوشې کړې دي. د زندانونو چارو د سمون ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، د ولایتونو ټولو محکمو ته سپارښتنه شوې چې د ښځینه بندیانو د دوسیو څېړلو ته لومړیتوب ورکړي. د اسلامي امارت حکومت دا نه دي ویلي چې دغه ښځینه بندیانې د کومو جرمونو په تور نیول شوې وې.

رینا امیري: اسلامي امارت دې ناعادلانه نیونې ودروي

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې کابل کې د معترضه ښځو نیول کېدل غندلي او دغه کار یې ناعادلانه بللی دي. د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، که کابل د ولسي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو په لټه کې وي، باید بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه رعایت کړي او درناوی ورته ولري.