افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما د اسلامي امارت له کورنیو چارو وزارت څخه غوښتي چې په کابل کې د دوی د ځواکونو له‌خوا د دوو معترضو ښځو د نیول کېدو ادعاو په اړه بیړني معلوماتو وړاندې کړي.

یوناما نن پر خپل فیسبوک‌پاڼه لیکلي چې په وروستيو ۲۴ ساعتونو کې د اسلامي امارت له‌خوا په کابل کې د دوو معترضو ښځينه فعالانو د نيول کېدو راپورونه خپاره شوي دي.  یوناما یو ځل بیا د ټولو “نا درکه” شويو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د معترضو ښځو فعاله، هدا خموش چې په اوسلو ناسته کې یې د افغان مېرمنو په استازیتوب ګډون کړې وه، پر خپلې فسبوک‌پاڼې لیکلي:«تېره شپه یې مرسل برمته کړه، نن یې زهرا محمدي له خپل کارځایه بوتله، سبا شاید نور اختطاف کړي.»

د خموش په وینا، اسلامي امارت نیول شوې معترضې ښځې او نجونې د «هامورک» قطعې په نامه ځای کې ساتي. نوموړې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې په بهرنیو غونډو کې خپل ځانونه «  ښه څېره » وښيي څو کنګل شوې پیسې ترلاسه کړي.

د راپورونو له مخې اسلامي امارت پرون د معترضو ښځو غړې، مرسل عیار چې ویل کېږي خبریاله هم وه، نیولې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ویل کېږي چې تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل هم د اسلامي امارت ځواکونو له‌خوا نیول شوي چې د دغو ښځو برخلیک لا هم نه دی معلوم. اسلامي امارت د مرسل عیار او زهرا محمدي نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د تمنا او پروانې نیول کېدل یې هم نه دي تایید کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام