د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، افغانستان کې د دغه سازمان د سیاسي استازولۍ یا یوناما ماموریت تمدید په اړه رایه اچونه کوي.
دغه شورا شنبه د کب ۲۵مه یوه رپوټ کې ویلي، که رایه اچونه کې د یوناما ماموریت تمدید شو، افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ فعالیت به د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې دوام ولري. امنیت شورا ټینګار کړی چې د یوناما ماموریت به لومړیتوبونو او دندو کې له بدلون راتلو پرته تمدید شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د ملګروملتونو امنیت شورا زیاته کړې، تمه کیږي چې د دغې شورا ټول ۱۵ دایمي او غیردایمي غړي به د یوناما د ماموریت تمدید څخه ملاتړ وکړي.
دا داسې مهال دی چې تېره یوه میاشت کې د یوناما د ماموریت تمدید لپاره د سریزې چمتو کول د امنیت شورا د څلورو دایمي غړو امریکا، فرانسې، چین او روسیې ترمنځ سختو اختلافونو سره مخ شوې ده.
ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان له سیاسی او اقتصادي انزوا سره مخ دی، د یوناما ماموریت تمدید ډېر مهم دی.
سیاسي شنونکي کامران امان وویل، یوناما نړۍ سره د افغانستان د ارتباط لپاره رسمي کانالونو څخه شمېرل کیږي او له افغانستانه د نړیوال ملاتړ جذبولو په برخه کې مهم رول لري.
د سیاسي چارو بل شنونکی سلیم پیګیر هم ټینګار کوي چې افغانستان کې د یوناما حضور کولی شي نړیوالې ټولنې سره د افغانستان یو ځای کولو او د نړیوالو مرستو جلبولو کې مرسته وکړي.
ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي عزیز ستانکزي وویل، افغانستان کې د یوناما د ماموریت دوام د بشري حقونو پر وضعیت د نظارت، د سیاسي او اقتصادي شرایطو په اړه د رپوټ ورکولو او د بشري مرستو په برخه کې د کړنلارو وړاندې کولو په تړاو مهم رول ولري.
د هغه په وینا، د یوناما فعالیت باید بې طرفه او د نړیوالو قوانینو پر اساس وي، ترڅو وکولی شي د افغانستان ریښتونی وضعیت ته انعکاس ورکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو، یوناما افغانستان کې بریالی ماموریت نه دی ترسره کړی. د هغه په وینا، یوناما د افغانستان وضعیت په اړه د منفي رپوټونو په خپرولو سره د هېواد په اړه «ناسم هنیت» نړیوالو ته وړاندې کړی دی.