افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، د ملګروملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته «د نادرکه شویو ښځینه افغان فعالانو برخلیک» په تړاو د نړیوالو غوسې په اړه ویلي.

یوناما ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دیبرا لاینز ته د دغې مسلې د حل لپاره د هڅو ډاډ ورکړی دی. یاد بنسټ د امیرخان متقي له «دغې مهمې تګلارې» د هرکلي ترڅنګ ټینګار کړی چې ملګري ملتونه له هوساینې او د ټولو افغانانو له حقونو څخه ملاتړ کې د اسلامي امارت ښکېلتیا ته دوام ورکوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ملګروملتونو سرمنشي پر ټویټر لیکلي چې افغانستان کې د نادرکه شویو ښځینه فعالانو هوساینې په اړه اندېښنه لري او څو اونۍ کیږي چې د دغو ښځو برخلیک په اړه مالومات نشته.
ورته وخت کې، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو ۲۰ نړیوالو ملاتړو بنسټونو یوه ګډه اعلامیه کې د اسلامي امارت له خوا د ښځو پر وړاندې بدچلند، ځورونې او د بشري حقونو نقض غندلی او پرته له کوم شرط څخه یې په بېړه توګه د نادرکه شویو ښځو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
دغو بنسټونو ویلي چې دغه اقدمات نه یوازې اندېښمنونکي دي، بلکې د افغانستان د بشري حقونو د نړیوالو ژمنو خلاف ترسره کیږي.
تر دې وړاندې د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د اسلامي امارت له خوا د معترضه ښځو نیول ناعادلانه بللي وو او د دغه بهیر د درولو غوښتنه یې کړې وه.
هغې ویلي وو چې که اسلامي امارت د ولسي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو په لټه کې وي، باید د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو بشري حقونو او د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي.
دا داسې مهال دی، چې د رپوټونو پر اساس تېرو څو اونیو راهیسې څلور معترضې ښځې او د هغوی ځینې خپلوان کورونو او د کار ځای څخه نیول شوي. د نیول شوو ښځو برخلیک په اړه تراوسه مالومات نشته.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغو ښځو نیول کېدو پراخ کورني او بهرني غبرګونونه راپورته کړي. د ملګروملتونو سازمان، د بخښنې نړیوال سازمان او ځینو نورو بنسټونو او کسانو د دغو ښځو د نیول کېدو د لامل روښانه کولو او هرڅه ژر د هغوی د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام