د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون د اسلامي امارت له خوا د معترضه ښځو د نیولو په غبرګون کې ویلي، د خلکو خپلسره نیول او د هغوی نادرکه کېدل، د اسلامي امارت د حکومت او خلکو ترمنځ اړیکې کمزورې کوي.

هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د خلکو نیول او نادرکه کېدل، له بشري حقونو څخه د ملاتړ په تړاو د اسلامي امارت له ژمنو سره په ټکر کې دي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی اسلامي امارت څخه غواړي چې هرڅه ژر معترضه ښځې راخوشې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز هم د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې، د نادرکه شویو معترضه ښخو برخلیک او وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، مېرمن لاینز دغه لیدنه کې چې تېره ورځ شوې، اسلامي امارت څخه د نړیوالو ملاتړ د بشري حقونو رعایت کولو پورې تړلی بللی او ټینګار یې کړی، چې د دغو حقوقو نه مراعت کول به د هغوی له حکومت څخه د ملاتړ د کمېدو لامل شي.

تر دې وړاندې د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د اسلامي امارت له خوا د معترضه ښځو نیول ناعادلانه بللي وو او د دغه بهیر د درولو غوښتنه یې کړې وه.

هغې ویلي وو چې که اسلامي امارت د ولسي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو په لټه کې وي، باید د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو بشري حقونو او د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم د معترضه ښځو نادرکه کېدو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې د خلکو پر وړاندې «غیرقانوني» ځواک څخه ګټه اخیستنه ودروي او که چېرې دغه ښځې یې نیولي وي، پرته له کوم قید او شرط څخه دې خوشې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی، چې د رپوټونو پر اساس دې وروستیو څو ورځو کې څلور معترضې ښځې او د هغوی ځینې خپلوان نیولي دي. د نیول شوو ښځو برخلیک په اړه تراوسه مالومات نشته.

د اسلامي امارت چارواکیو ویلي، د نادرکه شویو ښځو د پیدا کولو لپاره هڅې روانې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام