د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې میشل باشله ویلي، افغان مېرمنو ته باید د رهبرۍ فرصت ورکړل شي څو د سولې، بشري او پرمختیايي بهیرونو کې د بدلون او په هېواد کې د سولې او پرمختګ په برخه کې فعاله ونډه واخلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر (يوناما) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان د عالي کمیشنرې له قوله لیکلي چې نوموړې دغه څرګندونې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت کابل ته د خپل سفر پر مهال کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې راغلي چې په نړیواله ټولنه او رسنیو کې زیاتره افغان ښځې د قرباني ښځو په توګه انځور شوي دي. د خبرپاڼې په وینا، افغان مېرمنې د جګړې، سختې بې‌وزلۍ، د نه منلو وړ تاوتریخوالي او تبعیض سره مخ دي خو بیا هم د خپلو کورنیو او ټولنو د ساتنې او پالنې لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي.

میشل باشله زیاته کړې: « دوی د اعتراض له امله وګواښل شول او پر هغوی برید وشو. دوی د واک او تصمیم نیولو څخه بې برخې شوي دي، خو دغه هر څه سره سره هم هغوی  د خپلو حقونو لپاره په زړورتیا سره عدالت غوښتنه بنده نه کړه او ملاتړ شبکې جوړولو څخه شاته نه شول. دوی غیر فعاله لېدونکي نه دي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې ټینګار کړی چې افغان نجونې باید ښوونځي او پوهنتون ته ولاړې شي او د خپل هېواد په راتلونکي کې د ونډه اخیستو توان ولري او برخه واخلي. د هغې په وينا، ښځې بايد د پوليسو په ليکو، محکمو، دولتي بنسټونو او خصوصي سکتور او د مدني او ټولنيز ژوند په هره برخه کې په ښکاره توګه حضور ولري.

هغې همداراز ویلي، افغان میرمنې حق لري چې د غچ اخیستنې او پوښتنو ګروېږنو له وېرې پرته لاریون وکړي، د ټولنې د ستونزو په اړه په ازاده توګه خبرې وکړي او د هغو حل لارو په موندلو کې ونډه واخلي چې د دوی واقعیتونه او هیلې منعکس کوي.

میشل بشله ټینګار کړی چې په عمومي او خصوصي ځایونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی نه یوازې د زغم وړ نه دی؛ بلکې عاملین یې هم د غندلو وړ دي او باید عدالت پرې تطبیق شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په خبرپاڼه کې څرګنده شوې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې د افغان مېرمنو تجربې اوري او د اسلامي امارت له چارواکو سره د ښځو او نجونو د اساسي بشري حقونو د پرمختګ او تحقق لپاره د عاجلو اړتياوو د حل په اړه خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر فعالیت او حضور سخت بندیزونه لګول شوي دي. ښځو ته د اسلامي امارت په هېڅ برخه کې ونډه نه ده ورکړل شوې او حتی په دولتي ادارو کې له کار کولو او زده‌کړو څخه محرومې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام