Asset 1SWN

ستره محکمه: په درې‌ګونو محکمو کې له ۴۳ زره ډېرې دوسیې تر څېړنې لاندې دي

20230823_003037-qbax8llfq242sd0iutts4hdjorip5v819b7ak0c4ug

د سرپرست حکومت د سترې محکمې مسوولانو د زمري په ۳۱مه، د سه‌شنبې ورځ ملت ته د دولت حساب ورکولو غونډه کې وویل چې اوس په درې‌ګونو محکمو کې ۴۳ زره او ۶۳۰ دوسیې تر څېړنې لاندې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سترې محکمې اداري معاون عبدالمالک حقاني وايي، په تېر یوه کال کې ۱۲۰ زره او ۹۵ دوسیې په ابتدایه، ۲۲ زره او ۹۱۴ په استیناف او شپږ زره او ۲۱۰ دوسیې هم په درېیمه محکمه کې چې ټول‌ټال ۱۴۹ زره او ۲۱۹ دوسیې کېږي، څېړل شوې دي.

په همدې حال کې د سترې محکمې مسوولان د ښځو حقونو پر خوندیتوب ټینګار کوي او وايي، په تېر یوه کال کې د ښځو حقونو اړوند ۲۸۷۴ دوسیې په ستره محکمه کې حل شوې دي.

د سترې محکمې د بهرنیو اړیکو او مطبوعاتو مسوول عبدالرحیم راشد وايي: «اسلامي امارت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو خوندیتوب په اړه ډاډ ورکوي. همدارنګه، په تېر یوه کال کې د ښځو حقونو اړوند ۲۸۷۴ دوسیې په ستره محکمه کې حل شوې دي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سترې محکمې مسوولان زیاتوي چې په تېر یوه کال کې یې ۱۶۰ زره او ۸۴۲ بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام