Asset 1SWN

ستره محکمه: سرپل کې پر ښځې او لوڼو یې جنسي تیري‌کوونکي د ا.ا غړي نه‌دي

تجاوز-جنسی-در-سرپل-q3eaf7ss2ftzo9m5elbftx9sf6mbcatl86lebwddvs

په وروستیو څو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوې ویډیو کې یوه ښځه ادعا کوي چې دوو وسله‌والو پر دې او دوو ۱۲ کلنې او ۱۳ کلنې لوڼو یې جنسی تېری کړی او وهلي او ډبولي یې دي.

دغه مېرمن چې ویل کېږي د سرپُل د سوزمه قلعه ولسوالي د خانقاه کلي اوسېدونکې ده، دې ویډیو کې ادعا کوي چې د روانې کب میاشتې په نهمه نېټه چهارشنبه شپه د محمدنادر او محمدظاهر په نوم دوه وسله‌والو پرې جنسي تېری کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادې ویډیو له خپرېدو وروسته د ټولنیزو رسنیو ګڼ‌شمېر کاروونکو دې ویډیو ته تند غبرګونونه ښودلي دي.

ځینو رسنیو بیا رپوټ ورکړی چې د پېښې عاملان د اسلامي امارت غړي دي، خو اسلامي امارت له څو ورځنۍ چوپتیا وروسته ویلي، نیول شوي دواړه کسان حکومت پورې تړاو نه‌لري.

د سرپُل د امنیې قومنداني مسوولانو هم ویلي، پر یوې ښځې او دوو لوڼو یې د جنسي تیري په تور دوه کسان نیولي او دوسیې یې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارلي دي.

په ورته وخت کې د سترې محکمې ویاند عنایت‌الله سلام‌وطندار سره خبرو کې د دغې پېښې د قربانیانو په حق کې د عدالت تامینولو څخه ډاډ ورکوي.

نوموړي سلام‌وطندار ته ویلي: «د فاریاب د قضیې په تړاو باید ووایم چې ځینې جنایتکاران د طالب نوم څخه په استفادې جنایت کړی، مدعیان دې خپل شکایت په ازاده توګه محکمې ته وړاندې کړي او رسېدنه به ورته وشي.»

په ورته مهال کابل کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې ۷ غړي یې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت له لوري مزارشریف کې وژل شوي دي. عین‌الله چې دوه ځوان زامن یې دغه پېښه کې وژل شوي، اسلامي امارت څخه غواړي چې د هغوی د وژلو په تړاو وضاحت ورکړي.

نوموړي وویل: «زموږ د کورنۍ اووه غړي وژل شوي، دوه مې زامن دي، دوه مې ورېرونه، دوه مې اوښي‌ګان دي او یو مې د اوښي زوی دی چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي او وژل شوي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مونږ هڅه وکړه چې د موضوع په تړاو د کورنیو چارو وزارت نظر هم ترلاسه کړو، خو د دغه وزارت چاوراکو د سلام‌وطندار پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام