په تازهګۍ سره د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد ویلي چې د ا.ا رهبر هبتالله اخندزاده د قاضیانو په یوه غونډه کې هغوی ته سپارښتنه کړې چې ټولنه کې حد او قصاص جاري کړي.
د نوموړي په وینا، هبتالله اخندزاده قاضیانو ته په خطاب کې ویلي، د غلو، انسان تښتوونکو او فتنهګرو دوسیې په ښه ډول وڅېړي او سپارښتنه یې کړې، هغه دوسیې چې د حد او قصاص ټول شرایط یې پوره کړي وي، باید حد او قصاص پرې عملي کړي.
د اسلامي امارت د مشر له دې سپارښتنې وروسته د سترې محکمې مسوولانو ویلي چې د دغې سپارښتنې بشپړ عمليکېدو ته چمتووالی لري.
د سترې محکمې د عامه اړیکو مسوول عبدالرحیم راشد سلاموطندار ته ویلي چې له دې وروسته په ټول هېواد کې قاضیان مکلف دي چې حد او قصاص جاري کړي.
په ورته نوموړی زیاتوي چې په دې لړ کې ځینې قضیې د دوی تر څېړنې لاندې دي چې په بشپړېدو سره به یې پر مجرمینو حد او قصاص جاري کړي.
د سترې محکمې د عامه اړیکو مسوول همداراز وویل چې د حد په جاري کېدو سره ټولنه کې د جرمونو مخه ونیول شي.
نوموړي وویل: «دوسیې تر کار لاندې دي او ستره محکمه به اجرات کوي. تراوسه ټولې دوسې نه دي څېړل شوي، همدا چې کار یې بشپړ شو، حد به جاري کېږي. د اسلامي امارت مسوولان د اسلامي شریعت او اصولو پر بنسټ عمل کوي او نورو مواردو ته پام نه کوي.»
په ورته مهال د حقوقي مسایلو کارپوه ارش شهیرپور وايي چې اسلامي هېوادونو کې جرمونه د حد او قصاص او همداراز جرمونه د تعزیر له پلوه متني او شکلي قوانینو ته اړتیا لري. نوموړی د حد او قصاص پر عادلانه عملي کېدو ټينګار کوي.
نوموړي وویل: «کله هم که حد او قصاص جاري کېږي، اول باید د عمليکېدو لپاره یې زمینه برابره شي. د شرعي محکمې ځانګړې کول او هغه شرعي متنونه چې د اجرا وړ دي، باید ځانګړي شي او هغه کسان چې شرعي حکم ورکوي، باید د اسلام له نظره د قضاوت معیارونه ولري.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې هېواد کې د ټولنیزو جوړښتونو د پاشلتیا او ورځ تر بلې د بېوزلۍ زیاتېدو له امله غلاوې او د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.
د اسلامي امارت مشر د غلو او انسان تښتونکو د دوسیو د څېړلو ترڅنګ د فتنهګر د دوسیو پر څیړلو هم ټينګار کړی، خو دې سپارښتنه کې یې نه دي ویلي چې فتنهګر څوک دي.