د ولسي جرګې غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې خپلې غوښتنې په روښانه ډول شریکې کړي. دوی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د طالب ډلې یوه غوښتنه هم عملي کېږي.

د ولسي جرګې غړیو پر طالبانو غږ وکړ چې له شته فرصت نه ګټه واخلي او له افغانانو او افغان دولت سره یوځای شي. د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وايي، په افغانستان کې د جګړې پای او د سولې راتلو لپاره د استانبول غونډې ته ډېرې هیلې شته او طالبان باید په‌کې ګډون وکړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړې ناهید فرید وايي، که طالبان غواړي خلک پرې باور وکړي چې بدل شوي، باید په خپلو پروګرامونو کې د بشر او ښځو حقونه تمثیل او تر هر څه مخکې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د نجونو ښوونځي پرانېزي.

د ولسي جرګې یو بل غړی عبدالرووف شپون بیا پر طالب ډلې غږ کوي چې روژې ته د درناوي لپاره تلپاتې اوربند اعلان او خپلې غوښتنې په یوه طرحه کې وړاندې کړي. د نوموړي په وینا، که د دې ډلې غوښتنې منطقي وي، افغانان به ورته د رسېدو لپاره لابي وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو لړۍ د پیل او پای نېټه اعلان کړه. ټاکل شوې دا لړۍ د روان کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر تر یوولسمې دوام وکړي.

بله‌خوا په نږدې راتلونکي کې د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه جوړه شي، خو طالبانو ویلي، تر هغه چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، دوی به د سولې اړوند په هېڅ غونډه کې ګډون ونه کړي. اوس به ولیدل شي چې له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې په اعلان سره په یاده غونډه کې ګډون کوي، که نه؟

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام