د اروپايي ټولنې استازي افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خرابېدو څخه اندېښنه ښيي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ځانګړو استازو بروکسل کې د غونډې پرمهال ویلي، اسلامي امارت د بشري حقونو د وضعیت ښه‌والي لپاره پر خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی. دوی د اسلامي امارت پر حکومت نیوکه کړې چې د منسجمو سیاستونو په غوره کولو کې پاتې راغلی دی.

توماس نیکلسون: د افغانانو خپلسره نیونې د اسلامي امارت ژمنو سره په ټکر کې دي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون د اسلامي امارت له خوا د معترضه ښځو د نیولو په غبرګون کې ویلي، د خلکو خپلسره نیول او د هغوی نادرکه کېدل، د اسلامي امارت د حکومت او خلکو ترمنځ اړیکې کمزورې کوي.