پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې امریکا دې د افغانستان د پیسو په اړه پر خپلې کړې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

حامد کرزي نن کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د امریکا د ولسمشر جو بایډن هغې پرېکړې ته غبرګون وښود چې له مخې یې د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه شاوخوا درې نیم میلیارده ډالر په دغه هېواد کې د یوولسم سپټمبر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه ورکوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 جو بایډن نږدې دوه ورځې وړاندې یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د افغانستان له اووه میلیارده کنګل شویو ډالرو څخه نیمايي د سپټمبر یوولسم د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي او پاتې درې نیم میلیارده ډالر یې په افغانستان کې د روان بشري ناورین د کابو کولو لپاره ځانګړې کړي دي.

د کرزي په وینا، یادې پیسې په افغانستان کې هېڅ حکومت پورې تړاو نه لري او دا پانګه د افغانانو ده او باید ورکړل شي. کرزي زیاته کړه چې اسامه بن لادن افغانانو افغانستان ته نه‌ و راوستلی، بلکې بهرنیانو راوستی او افغانان خپله د ترهګرۍ قربانیان دي.

کرزي همداراز وویل چې اسامه بن لادن له پاکستان څخه افغانستان ته راغلی و او په پاکستان کې ووژل شو، خو نن یې پور بې‌وزله افغانان پرې کوي. د هغه په خبره، اسامه بن لادن په پاکستان کې خوندي پټن‌ځای درلود او افغانان او امریکایان د سپټمبر د یوولسمې پېښې قربانيان شول.

نوموړي له امریکا او د دغه هېواد له ولس څخه غوښتنه وکړه چې دا پیسې دې بېرته افغانانو ته ورکړي.

کرزي دا هم وویل، ښايي امریکا دا کار د دې لپاره کوي چې په افغانستان کې پر نوي حکومت خپل فشار راوړي، خو د هغه په وینا چې افغانان باید دې مسلې ته په ملي ستره وګوري او په یوه غږ دې د کنګل شویو پیسو د وېش مخه ونیسي.

په ورته مهال کرزي ټينګار وکړ چې افغانستان بانک دې هم په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او باید د یادو پیسو د ترلاسه کولو لپاره ټول له دغه بانک سره یو ځای ودرېږي.

د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، امریکا او یو‌شمېر نړیوالو بانکونو کې د افغانستان نږدې لس میلیارده ډالر پانګه کنګل شوه چې هېواد یې له یوه اقتصادي ناورین سره مخ کړ.

د بایډن د فرمان له مخې په امریکا کې د افغانستان له اووه میلیارده کنګل شویو ډالرو۳٫۵ میلیارده یې په افغانستان کې د بشري ناورین د کابو کولو او اقتصادي ستونزو لپاره ځانګړې شوي، خو پاتې یې د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا د ولسمشر دغې پرېکړې په کور دننه او بهر ګن‌شمېر غبرګونونه راپارولي او ځینو امریکايي چارواکو د بایډن دې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې د نړۍ بډایه هېواد له یوه بې‌وزله هېواد څخه د عدالت په نوم په ښکاره غلا کوي.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن وروستۍ پرېکړې په نړیواله کچه د بشري حقونو د څار بنسټونو غبرګونونه هم راپارولي دي.

باید وویل شي چې په افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو سره جوخت، امریکا د افغانستان شاوخوا لس ملیارده ډالرو په ارزښت ملي شتمنۍ کنګل کړې چي له امریکا سربیره ۲ میلیارده نوره یې په بریتانیا، جرمني، سویس، متحدو عرب اماراتو او ځینو نورو هېوادونو کې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام