د بشري حقونو مدافع وکیل او په الیانوس پوهنتون کې د نړیوالو حقوقو استاد پروفیسو فرانسیس بویل وايي چې د اسعاري زېرمو په اړه د جوبایډن پرېکړه د افغانستان خلاف یوه غیرمشروع اقتصادي جګړه او ښکاره غلا ده.
د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو اجرايي فرمان صادر کړ. د دغه فرمان له مخې امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو وېشل کېږي. د دغه فرمان له مخې د دغو پیسو نیمايي له افغانستان سره د بشري مرستو او پاتې نورې يې د ستمبر ۱۱مې د پېښې قربانیانو لپاره وساتلې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
خو مدافع وکیل پروفیسر بویل د بایډن حکومت وروستۍ پرېکړه غیرقانوني بللې او ویلي، امریکا نشي کولای چې په مستبدانه توګه د افغانستان د حکومت زېرمې ضبط کړي.
بویل ویلي، د بایډن حکومت هڅه کوي چې د عامه افکارو د قناعت لپاره دا ووایي چې دوی د بشردوستانه موخو لپاره دا پیسې کاروي او ګام په ګام یې افغانستان ته ورکوي خو په واقعیت کې یوازې د افغانستان د خلکو پروړاندې د اقتصادي جګړې تمرین کوي.
هغه ټینګار کړی امریکايي وګړو ته د افغانستان بانک شتمنۍ ورکول او یا هم که د هرې موخې لپاره وي یو ښکاره غلا ده.
نوموړي وویل چې د بایډن د پرون شپې پرېکړه د افغانستان لپاره اقتصادي جګړه ده او د نړیوال کوانسیون د دوهمې مادې درېیمې فقرې له مخې جنوسایډ ( نسل کشي ) دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان بانک هم نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د اسعاري زېرمو په اړه د امریکا د ولسمشر وروستۍ پرېکړه چې دا زیرمې به د ټاکل شویو موخو پر خلاف لګول کېږي، دافغانستان ولس په حق جفا او د نه منلو وړ ده.
افغانستان بانک څرګنده کړې چې افغانستان هېڅ کله دا پرېکړه نه مني چې یادې زیرمې دې د بشري مرستو یا غرامت په نامه د بل چا په اختیار کې ورکړل شي او په دې اړه د بیاکتنې تر څنګ د ټولو اسعاري زیرمو د ازادولو غوښتنه کړې.