پرون  د امریکا ولسمشر جو بایډن یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د افغانستان  کنګل شوې اووه میلیارده ډالر ازاد شول.

د بایډن د لاس‌لیک شوي فرمان پر بنسټ، د افغانستان له اووه میلیارډه بانکي زېرمې ۳،۵ میلیارډه ډالر د سېپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي. اسلامي امارت د جو بایډن دغه فرمان ته غبرګون ښودلی او هغه یې غیرانساني پرېکړه بللې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «د امريکا له‌خوا د افغان ولس کنګل شوې پيسې غلا کول او په خپل سر تصرف په‌کې کول، د يو هېواد او ملت تر ټولو هغه ټيټه کچه انساني او اخلاقي ټيټوالی ښيي.»

په ورته مهال د چارو بل شنونکي ویس ناصري بیا وايي چې امریکا دې په دې پرېکړې سره له افغانانو څخه د جګړې غرامت نه اخلي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «دوی غواړي د جګړې غرامت له افغانانو واخلي او دا له افغانانو سره تر ټولو لوی خیانت او جفا ده، ځکه امریکا ۲۰ کاله په افغانستان کې وه او که چېرته یې غوښتل جنګي غرامت واخلي او یا افغانان د سپېټمبر ۱۱ پېښې لامل بلي، نو دا یې باید د ۲۰۱۴ کال په امنیتي تړون کې شامل کړی وای.»

د بشري حقونو د څار بنسټ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا پریکړه د افغانستان لپاره د ستونزو جوړېدل بللي دي. یاد بنسټ ټینګار کړی چې کنګل شوي پیسې د افغانانو اړوند دي او باید چې افغانستان ته په واک کې ورکړل شي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي وايي، بایډن د دې فرمان د ورکولو واک نه لري او دا پرېکړه د نړیوالو اړیکو سره په ټکر کې ده. سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د سېپټمبر د ۱۱ پېښې قربانیانو ته د افغانانو پیسو ورکول، د دې هېواد اوسېدونکي له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کولای شي.

د سیاسي چارو شنونکي عبدالجبار اکبري وايي چې دا یوه پلمه ده او د هغه په وینا یاد کسان باید دا غرامت له هغه چا واخلي چې د امریکا د اقتصاد ستراتیژیک ملګري دي. د امریکا ولسمشر بایډن پردې پرېکړې د ملي او نړیوالو غبرګونونو ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو کې هم له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ټولنیزو رسنیو کارکوونکي ټینګار کوي چې کنګل شوي پیسې د افغانستان په حکومت پورې اړه نه لري، بلکې دغه پیسې د دې هېواد د اوسېدونکي دي او باید بېرته افغانانو ته ورکړل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام