کرزی: امریکا دې د افغانستان پیسو په اړه پر خپلې پرېکړې بیا‌کتنه وکړي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، امریکا دې د افغانستان د پیسو په اړه پر خپلې کړې پرېکړې بیا کتنه وکړي. جو بایډن وړمه ورځ یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د افغانستان له اووه میلیارده ډالرو څخه نیمايي د یوولسم سپټمبر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي او پاتې یې په افغانستان کې د بشري ناورین د کابو کولو لپاره ځانګړې شوي.