Asset 1SWN

کابل ښار کې چاودنې څلور کسان وژلي او یوولس یې ټپیان کړي

Kabulcityy-pa1yluw5zvtclkomz555mpql8yph8hvoj6rtalwip8

د کابل د امنیې قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي چې نن ماسپښین شاوخوا دوه بجې او پنځوس دقیقې د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند په میوند جاده کې چاودنه شوې ده.

د نوموړي په وینا، د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، په یاده چاودنه کې څلور ملکیان وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي. فرامرز وايي چې د چاودنې په اړه نور جزیات به وروسته شریک کړي.

هغه ټینګار کوي چې پولیسو د پېښې څېړنه او د عاملانو د نیولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام