اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه هېواد کې د بیاواک ترلاسه کولو راوروسته تر دې مهاله په بېلابېلو  برخو کې د ښځو په اړه جلا جلا فرمانونه ورکړي چې پر بنسټ یې ټولنه کې ښځې تر ډېره څنډې ته کړل شوي دي.

اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۱۶مه نېټه له ښځینه وزیرې پرته خپله کابینه اعلان کړه او د ښځو چارو وزارت جوړښت یې هم د کابینې له نوملړه لرې کړ.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۲۶مه د ښځو چارو وزارت ودانۍ د امربالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت او د کابل باغ‌ زنانه یې د یاد وزارت امریت ته ورکړل.

د دغو اقداماتو په غبرګون کې یو‌شمېر ښځې د کابل سړکونو ته راووتلې او د «ډوډۍ،کار او ازادي» شعارونو په ورکولو سره یې له اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې خپله کابینه کې د ښځو چارو وزارت ته ځای ورکړي.

په ورته مهال واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو راپدېخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي لا هم تړلي دي.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان کې د ښوونځیو تړل‌کېدو سره هم‌مهاله درې میلیونه نجونې له زده‌کړو پاتې دي.

په همدې حال کې اسلامي امارت د روان کال په لړم او لیندۍ میاشتو کې د یوه فرمان له مخې، تفریحي پارکونو او ورزشي ځایونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه.

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند د روان کال په لیندۍ میاشت کې د یادې پرېکړې لامل د ښځو له لوري تفریحي ځایونو کې د شرعي حجاب او  د یاد وزارت د لارښوونو نه مراعتول په ګوته کړي.

همداراز د روان کال د لیندۍ ۲۹مه د لوړو زده‌کړو وزارت په یوه رسمي مکتوب کې د افغانستان له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه غوښتنه وکړه چې د نجونو زده‌کړیالانو د ورتګ مخه ونیسي. په همدې ورځ په ټول هېواد کې د ښوونیز مرکزونو دروازې هم وتړل شوې.

د ملګروملتونو له لوري په خپور شوي راپور کې راغلي چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۹ پورې د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځینه زده‌کړیالانو حضور له ۵۰۰۰ زده‌کړیالانو څخه ۹۰۰۰۰ ته لوړ شوی وو چې دغه شمېر بیا ۲۰۲۱ کال کې د پوهنتونونو په تړل‌کېدو سره صفر شوی دی.

بل‌خوا د اقتصاد وزارت د روان کال د جدي په درېیمه په ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار تر امر ثاني پورې بندیز ولګاه.

له دغه امر یوه اوونۍ وروسته ملګروملتونو اعلان وکړ چې دغه هېواد کې د ۱۵۱ مرستندویه بنسټونو له ډلې ۸۶ یې خپل فعالیتونه درولي یا یې کم کړي دي.

تهمینه چې یوې کورنۍ موسسه کې یې کار کاوه او اوس وزګاره شوې، سلام‌وطندار ته وویل: «په یوې موسسې مې کار کاوه او د ښځو برخه کې مو فعالیت درلود. څلور ولایتونو کې فعال وو او د ښځو پیاوړتیا په موخه مو کار کاوه. په لومړیو کې ډېره راته سخته وه، رواني حالت مې ښه نه وه، نه یوازې زه بلکې هغو ښځو ته مو چې کار وه ښه شرایط نه‌لري. د ډېری ښځو دسترخوان خالي او تش شو.»

د تېر یونیم کال پر مهال ښځې له محرم پرته له اوږد سفر کولو منع کړل شوي او د ټلوېزیونو خپرونو مخې پر مهال د ماسک پر کارولو مکلفې کړل شوي دي.

د ښځو حقونو فعاله زرغونه ولي وايي چې د اسلامي امارت له لوري پر ښځو لګول شوي محدودیتونه «د بشر حقونو نړیوالې اعلامیې» سره په ټکر کې دي.

هغې وویل: «له هغه وخته چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړی، ښځې او نجونې یې  کار او زده‌کړو منع کړي او حتا خپل غږ نشي پورته کولای.

دوی ووهل شوې او دا د بشر حقونو اعلامیې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض له‌منځه وړو کنواسیون چې ۱۹۴۸ کال کې تصویب شوی په ټکر کې دی. افغانستان په ۱۹۸۰ کې لاسلیک کړی او غړیتوب یې ترلاسه کړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې تېر یونیم کال کې ښځې له ټولنې څنډې ته کړل شوي او دې چارې دوی خپلې راتلونکې ته اندېښمنې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام