افغانستان کې هر کال د «مارچ اتمه» د ښځو له نړيوالې ورځې د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې نمانځنه کېږي. دغه مراسم د حکومت او د ښځو د حقونو د يو شمېر ملاتړو بنسټونو له لوري ترسره کېږي. يو شمېر مېرمنې دغه مراسم نمايشي ګڼي او وايي چې دا کارونه د ښځو هېڅ درد ته درمل نه‌شي کېدی.

دوی وايي، د يادو سمبوليکو او نمایشي غونډو پر ځای دې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخه ونيسي چې کلونه کېږي ورسره مخ دي او له دوی قرباني اخلي او په دې برخه کې دې ګټور ګامونه پورته شي ترڅو ښځې خپلو لومړنيو حقونو ته لاس‌رسی پيدا کړي.

دغه مېرمنې وايي، په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې اصلي ننګونې، جنسيتي نابرابرښت او له خپلو حقونو يوې څنډې ته کول دي.

د ښځو د حقونو فعاله حميرا قادري له سلام‌وطندار سره خبرو کې وويل، په ټولنه کې ښځو ته په کمه سترګه کتل او يو شمېر ناوړو دودونو افغانستان کې د ښځو وضعيت له ستونزو سره مخ کړی دی.

د نوموړې په وينا، هغه شانداره مراسم چې په ښارونو او پلازمېنو کې د ښځو د حقونو ملاتړ په موخه ترسره کېږي په لرې پرتو سيمو کې پر مېرمنو اغېز نه لري او د ښار او د لرې پرتو سيمو مېرمنو ترمنځ يو لوی درز رامنځته کوي.

يو شمېر ښځې وايي ځکه يې په ټولنه کې ژوند له کړاوونو ډک دی چې د دوی د ملاتړ په موخه قوانين موجود نه دي.

ربابه محمدي هغه نجلۍ چې پر خپلې خولې انځورګري کوي پر خپلې فېسبوک‌پاڼه يې ليکلي، په سمبوليکه توګه د ښځو ورځې نمانځنو پرځای دې مېرمنو ته اجازه ورکړل شي چې څه ډول يې چې طبيعي حق دی هماغه شان ژوند وکړي.

له دې سره هم مهاله کله چې د ښځو اړوند او حقونو ته د لاس‌رسي په تړاو خبرې کېږي د کمزوري مديريت د نيوکې ګوته د ښځو چارو وزارت ته نيول کېږي. خو دغه بنسټ ناامني او د بوديجې کمښت هغه لاملونه بولي چې د ښځو حقونو د ملاتړ په موخه برنامې نه پلې کېږي.

د ښځو چارو وزارت ويانده رویا دادرس وايي: «موږ نه شو کولای چې له شته ستونزه سترګې پټې کړو، يوه مهمه ستونزه دا ده چې د ښځو چارو وزارت او حکومت ښځو لپاره د ۳۰ سلنې ونډې غوښتنه کوي چې تر اوسه نه ده عملي شوې. ناامني او د اداري اصلاحاتو کميسيون لوړ معيار د دې لامل شوی چې په ولايتونو کې د ښځو ونډه په کمه کچه وي.»

د ښځو له حقونو د نه ملاتړ له کبله پر حکومت له نيوکو سربېره د ښځو له حقونو د يو شمېر نمايشي بنسټونو ملاتړ هم د پوښتنې وړ موضوع ده. ډېری مهال ويل شوي چې دغه بنسټونه د پيسو او د خپلو شخصي ګټو په موخه د ښځو له حقونو ملاتړ او مبارزه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام