Asset 1SWN

له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناوړه چلن؛ ا.ا: ډیپلوماټیکې هڅې بې‌پایلې وې

IMG_20221110_204556_107

پر ټولنیزو رسنیو د افغان کډوالو خپرې شوې ویډیوګانې او تصویرونه ښيي چې پاکستاني پولیس په کراچۍ ښار کې یوه ډله افغانان چې ماشومان هم په‌کې دي، په یوې رسۍ تړلي او د ښار منځ کې ګرځوي.

په همدې حال کې یوې بلې افغانې ماشومې هم په یوه ویډیو کې ویلي چې د پاکستاني پولیسو له لوري له کورنۍ سره یوځای بندي شوې او دوه میاشتې یې په بندخونه کې تېرې کړې دي. دا نجلۍ وايي چې پاکستاني پوځیانو لوټ کړي، جامې، پیسې او نور هرڅه یې ترې اخیستې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پر ټولنیزو رسنیو د یوه بل افغان کډوال غږ هم لاس په لاس کېږي چې وايي، هلته د افغان کډوالو او مسافرو پر وړاندې زور زیاتی اوج ته رسېدلی دی. د دغه کس په خبره، اوس هم زرګونه افغانان د پاکستان په بندخونو کې بې‌برخلیکه شپې او ورځې تېروي.

هغه زیاتوي: «شاوخوا ۱۲۶۰ کسان د پېښور په سنټرجېل بندخونه او ۱۳۰۰ هم د کراچۍ په بنارس او سېټي جېلونو کې دي. نه یې افغانان غم خوري او نه یې نړیوال. دلته له بې‌عزتۍ سره مخامخ دي.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا پر اسلامي امارت غږ کوي چې کابل کې د پاکستان سفیر احضار او هلته دې د افغان کډوالو پر وړاندې د شوي او کېدونکي ناانساني چلن په اړه وپوښتي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي: «د بهرنیو چارو وزارت باید د پاکستان سفیر احضار کړي، څو روښانه شي چې ستونزه څه ده؟ پاکستان تل وايي چې ناقانوني ورغلي. که داسې وي، بېرته دې وباسي؛ نو په رسیو تړل یې څه مانا؟ سپکاوی یې ولې کېږي؟ دا خو ناانساني کار دی.»

خو د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل سلام‌وطندار ته په رالېږلي ویډیويي پیغام کې ویلي چې په ځلونو یې هڅه کړې چې له ډیپلوماټیکو لارو دا ستونزه حل کړي، خو په وینا یې، مثبته پایله یې نه‌ده لرلې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان غږ کړی چې هلته د افغان کډوالو پر وړاندې له ناوړه چلن څخه ډډه وکړي او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه د افغانانو ښه کوربه‌توب وکړي.

د یادونې ده چې د منظور پښتین په مشري د پښتون‌ژغورنې غورځنګ په سپین‌بولدک کې د پاکستاني پولیسو له لوري د یوې افغانې مېرمنې له ځورونې وروسته اعلان وکړ چې د جمعې په ورځ به د کندهار سپین‌بولدک دروازې ته څېرمه په چمن کې پراخ لاریون کوي او د افغانانو پر وړاندې د پاکستاني ریاست روان ظلم به غندي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام