چارواکي: له پرون راهیسې پاکستان څخه درې زره کورنۍ سپین‌بولدک ته راغلي

په سپین‌بولدک کې چارواکي وايي چې له پرون راهیسې پر دې لاره له پاکستان څخه درې زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د سپین‌بولدک د کډوالو د ثبت او معلوماتو امر عبدالرحیم حکیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه کډوال له پرون ورځې راهیسې ثبت کړې دي.

چمن کې یو‌شمېر افغان کډوال د تندې او لوږې له امله بې‌هوښه شوي

افغان کډوال وايي چې د ډیورنډ کرښې پاکستاني لوري ته یو‌شمېر کډوال د خوړو او اوبو کمښت له امله بې‌هوښه شوي دي.

د حکمت‌الله په نوم یوه افغان کډوال سلام‌وطندار ته ویلي چې له تېرو څو ورځو راهیسې چمن کې ولاړ افغان کډوالو ته اجازه نه‌ورکول کېږي چې

چمن کې افغان کډوال: پاکستاني پولیسو مو ټوله شتمني ولوټله

د پاکستان چمن کې یوشمېر افغان کډوال وايي چې د نامعلومو لاملونو له امله پاکستاني پولیس اجازه نه‌ورکوي چې افغانستان ته واوړي او د خوړو او اوبو له کمښت سره مخ دي. یو‌شمېر دغو کډوالو سلام‌وطندار ته د ټیلیفوني اړیکې پر مټ ویلي چې پاکستان ترې ټوله شتمني لوټلې او دومره څه نه‌لري چې خپلو ځانو او اولادونو ته خواړه پرې واخلي.

افغانستان نن نړیوال جام کې نیدرلنډز سره لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د هند په کوربه‌توب د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې د نیدرلنډز کرېکت ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن جمعه د نومبر درېیمه د هند د لکناو په «بهارت رتنا شري بیهاري ویچ‌پایي اېکانا کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.