Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې ۶۰کلن لوبغاړي د تیږې اچونې سیالیو اتلولي وګټله

میدان

د میدان‌وردګ د بدني روزنې امریت چارواکي وایي چې د دغه ولایت مرکزي بهسودو ولسوالي کې د لومړي ځل لپاره د تیږې اچولو سیالي وشوې.

د یاد ولایت د بدني روزنې امریت له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه سیالیو کې چې درې ورځې یې دوام وکړ ۲۵ لوبغاړو په‌کې ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو سیالیو اتلولي ۶۰ کلن عوض‌علي خپله کړې ده.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د یادو سیالیو موخه په میدان‌وردګ کې د تیږې اچولو سیالي ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ ښه همغږي رامنځته کول دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې دا لومړی ځل دی چې د یاد ولایت په مرکزي بهسودو ولسوالي کې د تیږې اچولو سیالي جوړه شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام