د میدان وردګ د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالي د بابا غر په لمن کې پرون د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له‌خوا د سپورټ امریت او چاپیریال ساتنې ریاست سره په همغږۍ د  دودیزو لوبو مېله ترسره شوه.

په یاده فرهنګي مېله کې د وزلوبې سربېره بېلا‌بېلې سپورټي لوبې نندارې ته وړاندې شوې چې د میدان وردګ په ګډون د کابل یو‌شمېر لوبغاړو هم په‌کې برخه اخیستې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ترڅنګ د چاپیریال ساتنې ریاست له لوري هم یو‌شمېر تاریخي او کلتوري انځورونه هم نندارې ته وړاندي شول.

د ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي صفي الله رائد سلام وطندار راډيو ته وویل، د دا ډول لوبو د جوړولو څخه یې موخه د ولس ترمنځ یوالی رامنځته کول او ددغه ولايت فرهنګ ته وده ورکول دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادې مېلې ګډونوال او د سیمې اوسېدونکي د ورته مېلو جوړېدو ته خوښي څرګنده وي او له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم دغسې مېلې جوړې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام