په سپینبولدک کې چارواکي وايي چې له پرون راهیسې پر دې لاره له پاکستان څخه درې زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د سپینبولدک د کډوالو د ثبت او معلوماتو امر عبدالرحیم حکیمي سلاموطندار ته ویلي چې دغه کډوال یې له پرون ورځې راهیسې ثبت کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د چارواکو په وینا، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو له اعلان وروسته د سپينبولدک له لاري شاوخوا ۲۵زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه کډوال په لنډمهاله توګه د سپینبولدک غازي عبدالله خان لېسې ترڅنګ په جوماتونو او ورزشي لوبغالي کې ځای پرځای شوې دي.
پر ځای پر ځای شویو افغان کډوالو اړینې لومړنۍ مرستې وېشل شوي او نورو راستانه شویو او له مرستو پاتیو کسانو ته د مرستو رسونې لړۍ روانه ده.
چارواکو زیاته کړې چې له دې ځایه اصلي سیمو ته د راستانه شویو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر هم پیل شوی دی.
په سپينبولدک ولسوالي کې تازه راستانه شویو ته د ملي دفاع وزارت، ښاروالي، مخابراتو وزارت، کډوالو ریاست، نړیوالو بنسټونو، او سوداګرو له لوري د خوړو، درملو او روغتيايي خدمتونو ترڅنګ شل زره کورنیو ته وړيا سیمکارټونه هم وېشل شوې دي.
په ورته مهال د تازه راستانه شویو د سرپناه ستونزې هواري لپاره د کندهار په درېوو ولسوالیو کې د ښارګوټو د جوړولو پلان هم نیول شوی دی.