د فاریاب مرکز میمنې ښار اړوند د «نواباد تورپاختو» سیمې اوسېدونکي وايي چې ښوونځی نهلري او ډېری ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي.
دې سیمه کې اوس څه باندې زر کورنۍ ژوند کوي چې ډېری یې بېځایه شوې کورنۍ دي.
دوی وايي، نږدې لس کاله مخکې د جګړو له امله دې سیمې ته بېځایه شوي چې ماشومان یې زدهکړو ته لاسرسی نهلري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نواباد تورپاختو سیمې اوسېدونکی نجیبالله وايي: «ډېرې ستونزې مو وګاللې چې دلته راغلو، څو ماشومان مو زدهکړې وکړ او راتلونکې یې جوړه شي، خو بیا هم د میمنې ښار درېیمه ناحیه کې له زدهکړو محروم دي.»
د دې سیمې یوه بل اوسېدونکي شمسالله وویل، له بدهمرغه چې سیمه کې یې ښوونځی نشته او ماشومان یې له زدهکړو محروم دي. «ښوونځی له موږ لرې دی او په ګرمه هوا کې ماشومان نهشي تللی.»
د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولان بیا وايي، دې ولایت کې یې د څلورو ښوونځیو د جوړېدو وړاندیز کړی چې یو به یې د نواباد تورپاختو سیمه کې جوړ شي.
د فاریاب د پوهنې رییس حفیظالله معتصم وویل: «البته د پوهنې وزارت سره په مشورو مو هغو سیمو کې چې ښوونځي لرې دي، لکه د وزیراباد غند ۳۵، قروقسای تورپاختو او نواباد تورپاختو کې څلور ښوونځي ورغوي، موږ خلکو څخه غوښتنه وکړه چې مو ته غوښتنلیک ولېږي، غوښتنه یې راغله او وزارت ته مو وړاندیز کړی.»
د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولان وايي، هڅه کوي چې د دغه ولایت له زدهکړو محرومو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې د نواباد تورپاختو سیمې سربېره د یاد ولایت نورو سیمو کې هم ماشومانو زدهکړو ته لاسرسی نهلري.