Asset 1SWN

افغانستان نن نړیوال جام کې نیدرلنډز سره لوبه کوي

Afghanistan-vs-Netherlands

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د هند په کوربه‌توب د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې د نیدرلنډز کرېکت ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن جمعه د نومبر درېیمه د هند د لکناو په «بهارت رتنا شري بیهاري ویچ‌پایي اېکانا کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تر دې مهاله په روان نړیوال جام کې شپږ لوبې کړي، درې یې بایللي او درې یې ګټلې دي. افغان لوبډله دا مهال د جدول په شپږم ځای کې شتون لري.

که څه هم فغان لوبډله نیمه پای‌لوبې ته د تلو لپاره چانس لري، خو دغه تګ یې د پاتې لوبو ګټلو او د نورو لوبډلو ماتې پورې تړلی دی.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د نیدرلنډز وروسته دوو هغو لوبډلو سره لوبې لري چې دا مهال د جدول په دویم او درېیم ځای کې شتون لري.

سوېلي افریقا او اسټرالیا هغه لوبډلې دي چې پر وړاندې به یې بریا نیمه پای‌لوبې ته د افغان لوبډلې هیلې تر ډېره ژوندۍ کړي.

که څه هم دا له وخته مخکې ده، خو د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې وروستیو بریاوو ته په پام دا وړتیا لري چې خپلې پاتې دوه لوبې وګتي.

نیدرلنډز چې روان نړیوال جام کې سوېلي افریقا او بنګلدېش مات کړل، نن لوبه کې به افغان لوبډلې سره سیالي وکړي. د افغانستان ترڅنګ نیدرلنډز هم هغه لوبډله ده چې روان نړیوال جام کې یې سترې لوبډلې ماتې کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

افغانستان له نیدرلنډز سره په کړیو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې یوازې یو ځل ماته خوړلې او پاتې څلور لوبې یې ګټلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام