په دې وروستیو کلونو کې د ناامنیو په زیاتېدو سره افغانانو تر نورو زیات درېو هېوادونو پاکستان، ایران او ترکیې ته مخه کړې، خو ګڼ‌شمېر دغه افغانان چې له نامنظمو لارو یې سفر کړی، په لاره کې یې ګڼې ستونزې  ګاللي دي.

د دغو درېو هېوادونو په ګډون د نړۍ هېڅ کومه سیمه کې د افغان پناه‌غوښتونکو وضعیت مناسب نه دی او د روزګار له ناخوالو ځوریږي.

د هغوی ژوند له درنو کارونو، بې‌برخلیک توب، کمې ګټې، ذهني فشار او نورو ناخوالو سره تړلی دی. رضا اکبري یو له هغو افغان کډوالو څخه دی چې له درېو کلونو راهیسې خپلې کورنۍ سره یو ځای ترکیه کې ژوند کوي، خو د ژوند لوړو او ژورو څخه شکایت لري.

دی وايي، دغه هېواد کې د افغان کډوالو کاري وضعیت ستونزمن او له انصاف څخه لرې دی. د هغه په وینا، افغان کډوال په ډېرې کمې ګټې سره درنو کارونو ته ملا تړلې ده.

هغه وایي: «استانبول کې ګټه کم له کمه درې زره لیرې معاش دی، خو کوم افغانان چې مونږ یې پېژنو حاضر دي چې د ۱۲ ساعتونو کار او لاره کې د دوو ساعتونو په تېرېدو یانې ۱۴ ساعتونو په بدل کې په ۲ زره لېرو کار وکړي، ځکه بل انتخاب نه لري او نه شي کولای، په بل ځای کې کار وکړي، دوی مجبوره دي.»

محبوبه رضايي بله افغان کډواله ده چې د ناامنیو او خوندي ژوند ته د رسېدو لپاره یې افغانستان خوشې کړی او اوس د ترکیې یوه ښار کې ژوند کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مېرمن رضايي وايي، سره له دې چې د ملګرو ملتونو سازمان ته یې د پناه اخیستوغوښتنه ورکړې، خو تراوسه ورسره مرکه نه ده شوې او د کورونا ویروس خپرېدو په ترکیه کې د افغان کډوالو د ژوند سختۍ نورې هم زیاتې کړې دي.

دغه افغانه پناه غوښتونکې وايي، سره له دې چې د پناه‌ اخیستو دوسیه یې د ملګرو ملتونو سازمان له نظره یوه حساسه دوسیه ده، خو څنګه چې اړتیا ده، هغسې پام  ورته نه ده شوې.

هغې په دې اړه وویل: «زه دلته سره له دې چې یوه مېرمن یم او یوازې اوسېږم او دا چې هغه مېرمنې چې یوازې دي او سرپرستي لري، د ملګروملتونو سازمان له خوا ورته لومړیتوب ورکول کېږي او د ټولنې حساس ټبر هم شمېرل کېږي، خو له بده مرغه زما په دوسیې یې مثبت اغېز نه دی کړی.»

مېرمن رضايي وايي، ګڼ‌شمېر کډوال په وېره کې ژوند کوي او دغه بې‌برخلیک توب لامل شوی چې د کډوالو او پناه‌غوښتونکو ترمنځ رواني ناروغۍ زیاتې شي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټر‌پاڼه وڅارئ

د هغې په وینا، ګڼ‌شمېر پناه‌غوښتونکي چې منفي ځواب ترلاسه کوي، په نامنظمو لارو اروپايي هېوادونو ته روانېږي چې دغه اقدام ځینو ته ان د مرګ په بیه تمامېږي.

دغه پناه غوښتونکې همدارنګه وايي، د ملګرو ملتونو سازمان مرستې د ټولو لپاره نه دي، بلکې یوازې خاص او محدود کسان په‌کې شاملېږي.

په ۲۰۱۴کال کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته، ګڼ‌شمېر افغانان د ښه ژوند درلودو، له تاوتریخوالي، ناامنیو او د جګړو له وېرې د اروپا پر لوري ورمات شول. په دې ډله کې یو‌شمېر کسان خپلو هیلو ته رسېدلي، خو ځینې نور بیا غوره ژوند ته د رسېدو په هیله د نامنظمې کډوالۍ لاره کې د مرګ تر خولې رسېدلي دي.

بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د تلو مسله د دې لامل شوه چې افغان دولت لاس په کار شي او کوربه‌ هېوادونو سره هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي او ګډې خبرپاڼې خپرې کړي.  په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ یوه اعلامیه کې ځینو ټکو ته اشاره شوې.



د ډېر عمر لرونکي کسان، بې‌سرپرسته ښځې، بې‌سرپرسته ماشومان او هغه کسان چې صعب‌العلاجه ناروغۍ لري، کوربه هېواد اجازه نه لري چې د شوې هوکړې پر اساس دغه کسان بېرته خپل هېواد ته واستوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د رسنیو سلاکار عبدالباسط انصاري وايي، د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د ګډې اعلامیې پر بنسټ، له ۲۰۱۶ کال څخه تراوسه ۴۰ افغان پناه غوښتونکي چې ټاکل شوې وه بېرته هېواد ته را وګرځول شي، رد شوي او دغه پناه‌ غوښتونکي المان او فرانسې هېوادونو کې پاتې شوي دي.

هغه وویل، دغه کسان په عادي ډول کوربه هېوادونو کې ژوند کوي او د کار او زده‌کړو حق هم لري. هغه وایي: «له ۲۰۱۶ کال څخه تراوسه زمونږ ۴۰ هېوادوال چې د المان او نورو اروپايي هېوادونو له خوا د هغوی د اېستلو پرېکړه نیول شوې وه او غوښتل یې بېرته یې افغانستان ته وګرځوي، خو مونږ ورسره مخالفت وکړ، ځکه چې مونږ اروپايي ټولنې سره ګډه هوکړه لرو او دغه کسان هم یادو کټه‌ګوریو کې شامل وو، نو بېرته هغو هېوادونو کې پاتې شول او د بېرته راګرځولو مخنیوی یې وشو.»

که له یوې خوا افغان حکومت په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو  د بېرته راستنېدو مخ نیسي، خو له بل‌پلوه په کور دننه ګڼ‌شمېر ځوانان ګیله لري چې حکومت ځوانانو ته د کار زمینه نه ده برابره کړې او دوی اړ دي چې د یوې ښې راتلونکي لپاره پر سختو لارو بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي او هلته پردۍ مزدورۍ ته ملا وتړي.

دوی وایي، که حکومت ورته د کار زمینه برابره کړي او هېواد کې سوله ټيڼګه شي، خپلې خولې به د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې توې کړي او هېواد به له سیالانو سره سیال کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام